د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د یاد وزارت وزیر مولوي امیرخان متقي د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره لیدلي او د دواړو هېوادونو د دوهاړخیزو اړیکو، اقتصادي او سوداګریزو همکاریو او سیمهییزو موضوعاتو په اړه یې خبرې کړې دي.
متقي د افغانستان او روسیې ترمنځ د سیاسي تفاهم د پیاوړتیا ترڅنګ، پر اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیټي همکاریو د لا زیات تمرکز او د سیمهییز ثبات په برخه کې د ګډو هڅو پر دوام ټینګار کړی دی.
لاوروف د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي مشورو د دوام پر اهمیت ټینګار کړی او د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره یې د روسیې لېوالتیا څرګنده کړې ده.
نوموړي همدارنګه د نشهيي توکو د له منځه وړلو او د امنیت د ټینګښت په برخه کې د افغان حکومت د اقداماتو ستاینه کړې ده.


