انادولو خبري اژانس راپور ورکړی، چې د یمن حوثیانو د سعودي عربستان پر یو شمېر هوايي ډګرونو او پوځي تاسیساتو د بالستیک توغندیو او بېپیلوټه الوتکو په وسیله بریدونه کړي دي.
د حوثیانو پوځي ویاند یحیی سریع ویلي، چې د ریاض پر «ملک خالد» نړیوال هوايي ډګر یې د څو بېپیلوټه الوتکو برید کړی، چې په وینا یې د هوايي تګ راتګ د ګډوډېدو لامل شوی دی. هغه زیاته کړې، چې پر «ابها» نړیوال هوايي ډګر او د «خمیس مشیط» پر پوځي اډې هم دوه بریدونه شوي او پوځي اډې زیانمنې شوې دي.
سریع ویلي، چې د جیزان «دغرر» او «الموسم» او د عسیر «عکیفه» په ګډون پر درېیو پوځي کمپونو هم ګڼ بالستیک توغندي او بېپیلوټه الوتکې توغول شوې دي. بلخوا، سعودي په مشرۍ ائتلاف ویلي، چې د ریاض پر لور توغول شوی یو بالستیک توغندی یې د ښار په شمال کې شنډ کړی دی.


