Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»تحلیل»د واخان معما؛ څوک له دې لارې څه او څنګه غواړي؟
    تحلیل

    د واخان معما؛ څوک له دې لارې څه او څنګه غواړي؟

    عمران آغاعمران آغا7 اکتوبر 2026څرگندونې نشته17 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    تحلیل

    مقدمه
    واخان دهلېز یا واخان کوریډور د افغانستان په شمال ختیځ بدخشان ولایت کې یوه ستراتیژیکه سیمه ده، چې د دریو سترو غرنیزو لړیو(پامیر، هندوکش او قراقم) د وصل نقطه ده. واخان دهلېز افغانستان په مستقیم ډول له چین سره وصلوي. دا سیمه د تاریخ په اوږدو کې د سوداګریزو کاروانونو، دوستانه اړیکو، واکمنیو او ورسره په څنګ کې د لویو استخباراتي لوبو هدف ګرځېدلې ده. واخان د دنیا د بام په نوم هم یاد شوی دی. په دې وروستیو کې د افغان حکومت له لوري د بدخشان له بروغیل سیمې د چین تر سرحده ۱۲۱ کیلومتره سړک جوړ او ګټې اخیستې ته وسپارل شو، چې په اوږدو کې یې ۴ لوی پلونه، ۶۶ پلچکونه او شاوخوا ۳ زره او ۱۰۰ متره استنادي دېوال جوړ شوی دی.

    د واخان جغرافیایي جوړښت او طبیعت
    د واخان دهلېز یو کم بره او اوږد دره‌ییز بستر دی، شاوخوا درې نیم سوه(۳۵۰) کیلومتره اوږدوالی او له دوولس(۱۲) تر پنځه شپېته(۶۵) کیلومتره پورې بر لري، دا سیمه په شمال کې له تاجکستان(د ګورنو – بدخشان سيمه)، په سویل کې د پاکستان له اداره کېدونکي کشمیر او د ګلګت – بلتستان سیمو او له ختیځ څخه له چین (سينګيانګ ایالت) سره متصله ده. واخان دهلېز تاجکستان او پاکستان سره جلا کړي دي.

    واخان له سمندر څخه په منځني ډول له ۳۰۰۰ تر ۴۵۰۰ مترو پورې (او ځینو لوړو څوکو کې تر ۷۰۰۰ مترو) لوړ دی، چې له امله یې اوبه او هوا خورا ساړه دي. ژمی یې له ۶ تر ۸ میاشتو اوږد وي او د استوګنې او ورځني ژوند اسانتیاوې پکې محدودې دي. د پامیر له کنګلونو او چینایي پولو څخه بهېدونکي سیندونه لکه د واخان سیند او پامیر سیند په قلعه پنج کې یو ځای کېږي او د آمو سیند اصلي سرچینه جوړوي. چقمقتین جهیل او نورې سیمې یې زړه راښکونکې طبیعي ښکلا لري.

    د واخان تاریخي ارزښت
    د واخان جغرافیه له پخوا زمانو څخه د خلکو د تګ‌ – راتګ او تجارت د لويې لارې په توګه کارول شوې ده. په لرغونې دوره کې، واخان د ورېښمو د تاریخي لارې یو حساس شریان و چې چین یې له باختر، پارس او رومي امپراتورۍ سره وصلاوه. معروفو سيلانیانو لکه چینایي «یاوان چوانګ» په ۷مه پېړۍ کې او ایټالوي سیاح «مارکو پولو» په ۱۳مه پېړۍ کې له دغې لارې تېر شوي او د واخان د خلکو، اقلیم، لوړو غرونو، کږلېچونو او محلي پسونو د لویو ښکرونو یادونه یې په خپلو سفرنامو کې کړې ده.

    په ۱۸مه پېړۍ کې د معاصر افغانستان د بنسټګر احمد شاه بابا استازو د واخان له لارې چین ته سفر کاوه، بیا وروسته په ۱۹مه پېړۍ کې د برېتانیا(بریتانوي هند) او روسیې ترمنځ د آسیا د کنټرول پر سر سیالۍ هم د واخان سرنوشت وټاکه. په ۱۸۹۳ او ۱۸۹۵ کلونو کې د امیر عبدالرحمن خان په دوره کې د ډیورنډ او پامیر کرښو د توافقاتو پر بنسټ، برېتانیا او روسیې پرېکړه وکړه، چې واخان د یو بې‌ طرفه/حایله سیمې په توګه د افغانستان د خاورې برخه پاتې شي، ترڅو د روسیې او بریتانوي هند استعمار مستقیم سرحدونه سره و نه نښلي او د درېیمې نړیوالې جګړې د سمدستي انګېزې مخه ونیول شي.

    که څه هم واخان ته د تګ او راتګ لاره خرابه وه، خو د تاریخ په اوږدو کې د ختيځې، سویلي او مرکزي آسيا هېوادونو د وګړو له خوا د سوداګریزې لارې په توګه کارول کېده. د واخان په شمالي برخه کې، چې د واخي، قرغیزي او پامیري قومونه مېشت دي، د پامير په نوم هم يادېږي، دغه سيمه ځانګړې طبيعي ښکلا لري، چې اوسېدونکي يې اوس تازه د ژوند له لومړنیو اسانتیاوو برخمن شول. یاده سیمه په ۲۰۱۴م کال کې د وخت د واکمنۍ له لوري د افغانستان په کچه دوهم ملي پارک اعلان شوی دی.

    د سوداګرۍ او سیمه‌ییز اتصال له پلوه دغه دهلېز د تاریخ په اوږدو کې د سیمې او نړۍ د هېوادونو لپاره ځانګړی اقتصادي او سیاسي اهمیت درلود/لري. د واخان دهلېز د څلورو هېوادونو د نښلولو یوه ستراتيژیکه نقطه ده، داسې نقطه چې د څلورو واړو ورته سترګې دي.

    ټولنیز، قومي او کلتوري جوړښت
    په واخان کې د مېشتو افغانانو شمېر شاوخوا ۱۸زره ته رسېږي، دوی د استوګنې او ژوند ځانګړی او جلا کلتوري جوړښت لري. واخي قبیله په واخي ژبه خبرې کوي، قرغیزي کوچیان په قرغیزي ژبه خبرې کوي، پامیریان بیا په پامیري ژبه خبرې کوي، له دري، پښتو، شغني، اشکاشمي او نورو ژبو سره هم بلدتیا لري او په ځینو خبرې کوي. سخت اقلیم او له ننګونو ډک ژوند لري، مالداران او کوچیان دي. له زښته زیاتې سړې هوا، د اکسېجن له کمښت، د ښوونیزو او روغتیایي مرکزونو له نشتوالي او د وخت د حکومتونو له پاملرنې لیرې پاتې شوي، چې له امله یې د میندو او ماشومانو د مړینې کچه پکې لوړه ده.

    د دوی یو څه برخه د سُني مذهب او ځینې بیا د اسماعیلي مذهب لارویان دي، چې له همدې امله په سیمه کې د آغا خان بنسټ له پخوا راهیسې هلته فعالیتونه کوي. د واخان د خلکو تجارت د بارټر له لارې دی او د تېرو څو لسیزو له تحولاتو لیرې او بې خبره پاتې وو، د تابعیت تذکرې یې نه درلودې او له لومړنیو عامه خدمتونو بې برخې وو، خو په دې وروستیو پنځو کلونو کې واک ته د نوي افغان حکومت له رسېدو سره واخان ته ځانګړې پاملرنه شوې ده، لوړ پوړي پلاوي ورغلي، ستونزې یې اورېدلي او له ارزونو وروسته یې دغه سیمې ته د روغتیا، زده کړو، انکشافي پروژو، امنیت، اقتصاد او عامه خدمتونو په برخه کې ګڼ شمېر اقدامات کړي دي.

    واخان د رقابتونو په منځ کې
    د واخان جیوپولیټیک موقعیت د سیمې هېوادونو لپاره په اقتصادي، سیاسي او امنیتي لحاظ مهم او ارزښتاک دی. دغه دهلېز د ختیځې، سویلي او منځنۍ آسیا ترمنځ د ژواک او قدرت تر ټولو حساسه نښلوونکې نقطه ده. نن هر سیمه ییز ځواک هڅه کوي دغه حساس ځای یا تر خپلې ولکې لاندې راولي او یا یې تر نږدې نظر لاندې وساتي.

    چين ته د واخان ستراتیژیک اهمیت تر بل هر چا زیات دی، ځکه د واخان دهلېز نیغ په نیغه د چین له سينګيانګ ایالت سره سرحد لري. بېجینګ په تېر کې له دې لارې د ځینو نامسؤله ډلو د ورتګ اندېښنه درلوده، خو دا اندېښنه ورو ورو د له منځه تللو په حال کې ده. له بلې خوا، چین د «یوه کمربند او یوې لارې» طرحې له لارې د منځنۍ او سویلي آسیا بازارونو ته لنډې ټرانزیټي لارې لټوي، چې په دې حساب واخان د يوه اقتصادي نښلوونکي پرمختګ لپاره هم له سترو لارو حسابېږي.

    تاجکستان خپله په جغرافيایي لحاظ په وچه کې ګیر هېواد دی، هیله ‌من دی چې د واخان دهلېز که سبا له يوه جيوپوليټيکي رقابت څخه په سوداګريز پُل بدل شي، نو تاجکستان هم غواړي لومړی پاکستان او بیا د ګرمو اوبو له لارې عربي هېوادونو او نورې نړۍ ته لنډه لاره پیدا کړي. خو دا کار د افغانستان په زیان دی چې مستقیم د واخان له لارې له پاکستان سره ونښلي.

    په مقابل کې، هند او پاکستان هم واخان ته په جدي ډول متوجه دي. د هند لپاره دا سیمه په ټولیز ډول له پاکستان پرته له افغانستان او منځنۍ آسیا سره د حتمي نښلېدو او د اړيکو پراخولو یوازینۍ لنډه دروازه ده، چې لومړی له چین او بیا وروسته مستقیم له افغانستان سره پرې وصلېدای شي، نو ځکه یې د ځان لپاره د پاکستان د لارې بدیل ګڼي.

    پاکستان بیا اندېښنه لري چې له چین سره د واخان د لارې فعالېدل یا په دغه سیمه کې د کوم بل سیال شتون د پاکستان شمالي بندرونه او ترانزیټي مسیرونه اغېزمنوي. دا چاره د پاکستان اقتصاد ته د تل لپاره داسې ضربه رسوي، چې جبران یې نه شي کولای، ځکه مرکزي آسیا ته ډېره لنډه لاره له لاسه ورکوي. له همدې امله خو پاکستان تر نورو ډېر زیانمن دی او نه پرېږدي چې واخان له افغانستان سره وي، بلکې د دغه ستراتیژیک دهلېز د تصرف هڅه کوي.

    ولې د واخان تصرف؟
    (CPEC) د چین او پاکستان یوه لویه اقتصادي پروژه ده، چې تر دې مهاله پاکستان څه نا څه ګټه هم ترې پورته کړې ده، خو دغه پروژه په خپل مسیر کې له داسې سیمو تېرېږي، چې دا مهال د پوځي رژیم تر پوره کنټرول لاندې نه دي او یا د جګړو کرښې دي. د معمول له مخې لویې اقتصادي پروژې امنیت ته اړتیا لري، چې پاکستان له څو کلونو راپدېخوا په پرله پسې توګه امنیت له لاسه ورکوي، له امنیتي ننګونو، سیاسي کشالو او مالي ستونزو سره مخ دی او دغه ستونزې لا ډېرېږي.

    همدا ده چې چین یې د (CPEC)پروژې تطبیق ته زړه نا زړه کړی دی او که (CPEC) په پاکستان کې ناکامه شي، نو د دې پروژې ښه او نږدې بدیل به افغانستان وي. د واخان له لارې به (CPEC) افغانستان ته اوړي او بیا به چین له ایران، آسیايي هېوادونو او بالاخره نورې نړۍ سره له ارزانو لارو وصلېږي. که داسې وشي، نو دا به د پاکستان مړژواندی اقتصاد بې روحه کول وي. خو که واخان هم د پاکستان تر تصرف لاندې راشي او د چین – افغانستان ځمکنۍ انقطاع رامنځ ته شي، دا امکان به له منځه لاړ شي. سربېره پر دې، بیا هم واخان د چین لپاره د افغانستان طبيعي سرچینو او منځنۍ اسیا ته نېغ په نېغه د وصل او د یوه کمربند او یوې لارې (BRI) پروژې لپاره یوه ارزښتناکه لاره ده.

    بل خوا پاکستان له کلونو راپدېخوا د افغانستان د وخت پر ټولو حکومتونو له بېلابېلو لارو فشار راوړي، چې حد اقل پاکستان او تاجکستان د واخان له لارې په مستقیم ډول وصل شي. د پوځي رژیم تر کنټرول لاندې چترال او تاجکستان ترمنځ یوازې شپاړلس(۱۶) کیلومتره فاصله ده، که پاکستان په دې فاصله کې له تاجکستان سره وصل شي، نو د نړۍ مهمو او لویو مارکېټونو ته به لاره پیدا کړي او له همدې لارې به د تاجکستان څخه برېښنا ترلاسه کړي. دا بیا افغانستان ته هیڅ ګټه نه لري او ګټه یې نورو هېوادونو ته رسېږي.

    د حامد کرزي د دفتر پخواني رئیس کریم خُرم په وینا، پاکستان په اصرار او ټینګار له کرزي غوښتل څو اجازه ورکړي چې واخان غوڅ کړي او تاجکستان ته د تجارت لپاره سړک وباسي. په ۲۰۱۴م کال کې د پاکستان صدر اعظم نواز شریف د تاجکستان له ولسمشر سره پر دې خبرې کړې وې، چې له چترال به تاجکستان ته تونل جوړ کړي او بیا به همداسې تاجکستان له ګوادر سره وصل شي.

    پوځي رژیم د دې ټولو افشنونو او فشار د ابزارو له کارونې سره سره بریالی نه شو، چې دغه دهلېز تر واک لاندې راولي. د نوي افغان حکومت له حاکمیت سره په تدریجي ډول سره پاکستان له افغانستان سره د خپلې دښمنۍ پټ مخ را څرګنداوه، دا ځکه چې څومره توقع یې درلوده، هغه ټول توقعات یې برعکس وو.

    پاکستان لکه څنګه چې د جمهوري رژیم پر مهال په ډیورنډ فرضي کرښه د اغزن تار د تېرولو په معامله کې بریالی شو، همداسې یې اراده لرله چې په واخان کې هم له کرښې تېری وکړي او نورې سیمې ونیسي. د واخان اوسېدونکي له سیاسي تحولاتو او اقداماتو بې خبره وو، نو له همدې موقع په استفادې پاکستان د ۲۰۲۱م کال د اګسټ میاشتې شاوخوا په واخان کې څلور سوه(۴۰۰) متره د افغانستان په خاوره کې تاسیسات او سرحدي نښې جوړې کړې وې، چې د نوي افغان حکومت دفاعي ځواکونو یادې نښې تشخیص، تخریب او د پوځي رژیم د تېري مخه ونیول.

    د واخان لپاره رواني جګړه
    په نننۍ نړۍ کې ډېری نظامونه د خپلو حساسو او لویو اقداماتو لپاره لومړی یاده مسئله په رسنیو کې مطرح کوي، غبرګونونه ګوري، د خپلو خلکو، دوستانو او مقابل طرف غبرګونونه مطالعه او تحلیلوي، بیا د هغه په اساس ذهنیت جوړونه کوي. ذهنیت جوړونه د رواني عملیاتو یا رواني جګړې یوه کلیدي برخه ده، که دا نه وي، نو د پاکستان په څېر هېوادونو د لویو اقداماتو په وړاندې ننګونې رامنځته کېدای شي. د پاکستان پوځي رژیم هم د دې لپاره چې د واخان په رابطه د ټولو اړخونو غبرګونونه وګوري او ذهنیت سازي وکړي، د یاد دهلېز د نیولو مسئله یې په رسنیو کې مطرح کړه.

    په ورپسې مرحله کې یې خپلو غلامو رسنیو ته دستور ورکړ، چې په دې رابطه د پوځي رژیم په ګټه خلک او شنونکي وغږوي. رسنیو او تش په نوم سیاسي شناندانو دا خبره په وار وار مطرح کول، چې واخان دهلېز باید ونیول شي، دا دهلېز د پاکستان لپاره مهم دی، بلکې دا د پاکستان برخه وه، خو اوس ترې افغانستان ګرځولې ده؛ دا او دې ته ورته بې بنسټه څرګندونې او احساساتي بحثونه یې وکړل، څو د پاکستاني ولس ذهنیت سازي وکړي او که بالفرض بله ورځ دغه کار کوي، نو دا به یې له ولسي ملاتړ(!) برخمن وي.

    په ورپسې ګام کې پوځي رژیم د خپلو مستقیمو تبلیغاتي دستګاوو له لارې هم داسې تبلیغاتو ته زور ورکړ، چې ګواکې واخان به نیسي. خو دغه تبلیغاتو ته افغان دفاع وزیر په داسې الفاظو ځواب ورکړ: واخان د افغانستان لپاره د سر حیثیت لري، تر څو چې په موږ سرونه پورې وي، د افغانستان دا سر به خوندي وي.

    لوی عملي اقدامات
    په ۱۴۰۰ هـ ل کال کې، په افغانستان کې د امریکا اشغال پای ته ورسېد او امریکا د چین، روسیې او مرکزي آسیا د څارلو لوی مرکز له لاسه ورکړ، خو دغه مرکزیت پاکستان ته انتقال شو، پوځي رژيم په خورا مخلصانه ډول او خلاصه ټنډه د امریکا خدمت پیل کړ. امریکا ته د عاصم منیر له سفرونو وروسته هغه ته پر افغان حکومت د فشار راوړلو او له چین او روسیې سره د دغه حکومت د اړیکو خرابولو مأموریت وسپارل شو. پاکستان د دغه مأموریت د ترسراوي لپاره اوږد مهاله او لنډ مهاله پلانونه جوړ او په لاندې مواردو کې تطبیق کړل:

    ۱- پر ټولو نړیوالو سټېجونو د افغانستان او افغان حکومت په خلاف تبلیغات کول او ناسم تورونه پوري کول، څو افغان حکومت په ډیپلوماټیکه برخه کې خپل د حق غږ اوچت نه کړي؛ د دوی له پلان سره سم دا چاره پر مخ روانه ده، تر دې چې د مسکو فارمټ په وروستۍ مشورتي ناسته کې یې لا هم د افغان حکومت د نه ګډون لپاره هڅه کوله، خو د نورو هڅو په څېر یې دا هم ناکامه شول.

    ۲- مستقیم پوځي فشار؛ په دې برخه کې امریکا بمونه ور کړل او پر ملکي وګړو او عام المنفعه تأسیساتو بمبارونه وشول، چې لا هم په وقفه يي ډول دغه بشري جنایت تکراروي.

    ۳- د نیابتي ډلو فشار؛ د دې لپاره چې واخان او پر ډیورنډ کرښه نورې ستراتیژیکې سیمې ونیسي او بیا یې حائلې سیمې/بفر زون اعلان کړي، له مقاومت، آزادۍ او تش په نوم نورو جبهاتو سره یې اړیکې ونیولې، په تاجکستان، ترکیه، انګلستان او بیا پاکستان کې دوه اړخیزې او په پاکستان کې له داعش ډلې سره درې اړخیزې ناستې وکړې، څو یو خبیث مثلث جوړ او بیا خپلې موخې ترلاسه کړي، په دې سره به هم د سي آی اې دا وېره له منځه لاړه شي چې ایران پخواني افغان نظامیان د امریکا په ضد کارولای شي او هم به پر افغان حکومت د فشار آلې په توګه هلته داخلي جګړه پیل شي. پاکستان دا کار هم وکړ، داعش او شر او فساد ډلې یې وروزلې او بیا یې د جګړې لپاره د ډالري معاشاتو او بدخشان د کانونو په نوم وغولول او د جګړې لپاره یې را ولېږل، خو په لومړیو ورځو او حتی ساعتونو کې دا دسیسه هم ناکامه شوه. د واخان سړک د پرانیستې په ورځ د دې لپاره چې امنیت وننګوي، په بدخشان ولایت کې پر یوه ځايي امنیتي مجاهد چاودنه وکړه، دا چې برید د پاکستان په دستور و، نو داعش او مقاومت جبهې دواړو یې مسؤلیت ومانه او د دوی ترمنځ یې شته همغږي لا روښانه کړل.

    ۴- د تاجکستان – افغانستان پر پوله پر چینايي وګړو بریدونه کول، څو له افغانستان سره د چین او تاجکستان اړیکې خرابې او شته باور له منځه لاړ شي؛ خو دا هڅه هم افشاء او ناکامه شوه.

    پاکستان یو شمېر نور پلانونه هم تر لاس لاندې لري، خو دا یې باید درک کړې وي، چې هیڅ پلان یې پټ نه پاتې کېږي او نه هم دغه تخریبي پلانونه بریالي کېدای شي.

    د واخان د ساتنې اقدامات
    د پاکستاني پوځي رژیم د تخریبي فعالیتونو په وړاندې افغان حکومت هم یوازې تماشه نه کوي، بلکې ګڼ شمېر امنیتي، سیاسي، ډیپلوماټیک او بېلابېل اقدامات کړي دي، ترڅو د پوځي رژیم ټول شوم اوپراتیفي پلانونه له خنډ او ځنډ سره مخ کړي او د داسې یو شریر ګاونډي شر دفعه کړي، چې افغانستان ته د دښمنۍ له عینکو ګوري. یو شمېر اقدامات په لنډ ډول لیکو:

    ۱- په بدخشان ولایت کې ۲۱۹ عمر ثالث فرقې او د هغې په چوکاټ کې اتمې سرحدي لوا ته ځانګړې پاملرنه شوې ده، د واخان د امنیت لپاره ځانګړي قطعات ځای پر ځای شوي، فعالې توپخانې وجود لري، دفاع وزیر، لوی درستیز، قوماندانان او نور لوړ رتبه امنیتي مسؤلین نظارت ته ورځي او هلته مېشت دفاعي ځواکونه د هر شر د دفعه کولو په وړاندې چټکو اقداماتو ته چمتو دي.

    ۲- د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت او نورو امارتي ادارو مسؤلینو ته دندې سپارل شوې، چې وخت په وخت واخان ته لاړ شي او هلته د واخان د اوسېدونکو ستونزې واوري، وضعیت یې وارزوي، کرښه او سرحدي پولې وڅاري او اړوند چارې پر وخت سرته ورسوي، چې د تعلیم، صحت، زېربناوو او نورو برخو کې ځانګړې پاملرنه ورته شوې ده.

    ۳- د دې لپاره چې د واخان تاریخي ارزښت ژوندی پاتې وي او اوسني افغانستان هم د تېر په څېر لویې ګټې راوړي، د بدخشان له بروغیل بیا د چین تر سرحدي نقطې پورې ۱۲۱ کیلومتره سړک د درې سوه پنځه شپېته(۳۶۵) میلیونه افغانیو په لګښت ګټې اخیستې ته وسپارل شو.

    تمه ده چې په راتلونکې کې دا سړک قیرېزي شي، له چین سره د یو لړ پالیسیانو او ګډو اصولو له ټاکلو وروسته لار خلاصه او دواړه هېوادونه له همدې لارې ګټه واخلي؛ له دې سره به پاکستان ته نوره اړتیا نه پیدا کېږي، افغانستان به له چین او چین له افغانستانه خپل د اړتیا وړ توکي ترلاسه کوي.

    پایله
    د واخان دهلېز که له یوې خوا لېرې پرته او له ستونزو ډکه سیمه ده، خو له بلې خوا د افغانستان د راتلونکي اقتصادي ځان‌ بسیاینې، تجارتي اتصال او سیمه ییز ترانزیټ لویه لاره او کیلي ده. د دغې سیمې کلتوري او ژبني خصوصیات ساتل، د سړکونو، د عامې روغتیا او تعلیم په برخو کې محلي خلکو ته پاملرنه او له چین سره د متوازن اقتصادي پُل رامنځ ته کول د هېواد د جیو – اقتصادي موقف په پیاوړتیا کې بنسټیز رول لري. که دا لاره د تجارت او موټرو د ترانزیټ پر مخ په بشپړ ډول پرانیستل او پخه شي، نو د افغانستان او چین ترمنځ د مالونو د لېږد رالېږد مهال او مصارف به بې‌ ‌ساري کم شي او افغانستان به له تحمیلي ترانزیټي احتکارونو او فشارونو څخه وژغورل شي.

    د بې ‌ساریو روښانه جهیلونو، ښکلي طبیعت او د لوړو غرونو د سفرونو له امله که په سیمه کې ترانسپورټ او لومړنۍ اسانتیاوې برابرې شي، د ټوریزم له لارې د دولت او سیمې د اوسېدونکو عایدات خورا لوړېدلای شي.

    هیچا ته باید اجازه ورنه کړل شي، چې د واخان ستراتیژیک دهلېز ته ګواښونه متوجه کړي، هر هېواد، ډله یا اشخاص چې د ګواښ متوجه کولو هڅه کوي، باید په پوره قاطعیت یې مخنیوی وشي، څو ځمکنۍ بشپړتیا وساتل شي او له چین سره د دغه تاریخي لارې د وصل پاتې چارې پر مخ لاړې شي. د سیمې هېوادونه که غواړي د واخان له لارې مستفید شي، نو داسې پالیسۍ دې غوره کړي، چې دوستانه وي او دوه اړخیزې ګټې پکې تأمین شوې وي. د زور، فشار او انزوا سیاست د هیچا په ګټه نه دی او ټول اړخونه زیانمنوي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد افغانستان او ایران ترمنځ د اوبو او انرژۍ په برخه کې د همکاریو پر پراختیا خبرې شوي
    راتلونکي مقاله تدارکاتو کمېسیون د څه باندې اووه میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۶ پروژې منظورې کړي

    مربوطه لیکنې

    د پلار او زوی نیابتي تسلسل؛ د مقاومت ډلې د استخباراتي اړیکو تاریخ

    23 اگست 2026

    د افغان حکومت د مخالفينو پنځه کلن بهير او د ناکامۍ علتونه

    15 اگست 2026

    د پلار او زوی نیابتي تسلسل؛ د مقاومت ډلې د استخباراتي اړیکو تاریخ

    10 اگست 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    د خبرونو سرټکي 7 اکتوبر 2026

    د نن چهارشنبې ورځې د مهمو خبرونو سرټکي؛ د مېزان/ تلي ١٥ مه.#هندوکش‌غږ

    تدارکاتو کمېسیون د څه باندې اووه میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۶ پروژې منظورې کړي

    7 اکتوبر 2026

    د واخان معما؛ څوک له دې لارې څه او څنګه غواړي؟

    7 اکتوبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د نن چهارشنبې ورځې د مهمو خبرونو سرټکي؛ د مېزان/ تلي ١٥ مه.#هندوکش‌غږ

    7 اکتوبر 2026

    تدارکاتو کمېسیون د څه باندې اووه میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۶ پروژې منظورې کړي

    7 اکتوبر 2026

    د واخان معما؛ څوک له دې لارې څه او څنګه غواړي؟

    7 اکتوبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،199 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،141 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،265 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.