د «مقاومت» په نوم جبهې مشرانو، وروسته له هغې چې د بهرنیو ژمنو او ملاتړ تر اغېز لاندې راغلل او د افغانستان له حکومت سره یې مخالفت پیل کړ، بیا یې هڅه وکړه چې دغه جبهه د ټولو مخالفينو د راټولېدو لپاره د یوه پراخ چتر په توګه معرفي کړي؛ داسې چتر چې بېلابېل سیاسي او پوځي جریانونه او د حکومت مخالفين تر یوه واحد نوم لاندې راټول کړي.
خو له څو کلونو تېرېدو وروسته، موجود واقعیت له هغه انځور سره ډېر واټن لري چې د دې جبهې اړوندو یا ورسره نږدې رسنیو کې وړاندې کېده. دغه جریان نه یوازې و نه توانېد چې ټول مخالفين تر یوه چتر لاندې راټول کړي، بلکې په خپل منځ کې هم له پرلهپسې انشعابونو سره مخ شوی دی. هغه څېرې چې یو وخت د دې جبهې مهم او وفادار غړي بلل کېدل، یو په بل پسې ترې لرې شو او ځینې یې آن تر دې ورسېدل چې د خپلواکو جریانونو د جوړولو فکر وکړي.
څه موده مخکې، د دې جریان یوه پېژندل شوي قوماندان، «حامد سیفي» له خپلې دندې او جبهې څخه د شا ته کېدو اعلان وکړ. د دې جبهې د پوځي قوماندان، «حسیب قوای مرکز» له وژل کېدو وروسته یو ځل بیا د دې جریان د کورني وضعیت او رهبرۍ په اړه بحثونه تاوده شول. له هغې وروسته د دې جریان یوې پېژندل شوې سیاسي او فرهنګي څېرې، «حفیظ منصور» هم ترې واټن واخیست.
باید وپوښتل شي چې د دې جبهې د مخکښو غړو د استعفا او د جبهې د انشعاب لامل څه دی؟ ولې هغه جبهه چې ځان یې د هیلو چتر او د مخالفينو د راټولېدو محور باله، د پراخېدو پر ځای ورځ تر بلې د ځواکونو له کمښت او انشعاب سره مخ کېږي؟ کله چې دغه جریان له بېلابېلو اړخونو وڅېړل شي، په څرګنده توګه معلومېږي چې د انشعاب او د غړو د شاته کېدو لاملونه څو اساسي ستونزو ته ور ګرځي:
لومړی؛ د پرېکړو انحصار او رهبرۍ ته نږدې کړۍ
د دې جبهې د رهبرۍ پر جوړښت تر ټولو جدي نیوکو څخه یوه دا ده، چې پرېکړې د احمد مسعود په شاوخوا کې یوې ډېرې وړې کړۍ ته محدودې دي؛ هغه کړۍ چې ډېری کسان په کې د احمد مسعود د ماماګانو رول مهم بولي. ډېری خلک باور لري چې د دغې کړۍ ځینې مهمې پرېکړې د بهرنیو استخباراتي ادارو او مرکزونو په همغږۍ او تر اغېز لاندې نیول کېږي. هر کله چې د یوه سیاسي جریان بنسټیزې پرېکړې د هغه د سیاسي او پوځي بدنې له ارادې څخه بهر ونیول شي، نو ژر یا وروسته به د خپلو کورنیو ځواکونو باور له لاسه ورکړي.
مسئله یوازې دا نه ده چې څوک پرېکړه کوي؛ اصلي خبره دا ده چې آیا د جبهې غړي په پرېکړو کې ونډه لري، که یوازې د یوې محدودې کړۍ د پرېکړو پلي کوونکي دي؟ کله چې یو جریان د پراختیا ادعا کوي، خو اساسي پرېکړې یې په یوې وړې کړۍ کې کېږي، طبیعي ده چې نور ځواکونه احساس وکړي چې هېڅ رول نه لري او په پای کې د بېلېدو لار خپله کړي.
دویم؛ د رهبرۍ کمزوري او نالایقي
بله اساسي ستونزه د دې جبهې رهبري ده. سیاسي رهبري یوازې په نوم، کورنۍ شهرت او تېر میراث نه ترلاسه کېږي؛ بلکې وړتیا، تجربه، د مدیریت توان او د خلکو باور ته اړتیا لري. که د یوه جریان سیاسي او پوځي غړي د وخت په تېرېدو احساس وکړي چې مشر یې د بحرانونو د مدیریت، د ځواکونو د جذب او د موخو د پرمخ وړلو لپاره لازم توان نه لري، نو طبیعي ده چې باور به یې کم شي او په پای کې به خپله لار له هغه جریان څخه بېله کړي.
درېیم؛ د غړو او پلویانو لپاره د یوې روښانه، عملي او د قناعت وړ ستراتیژۍ نشتوالی
یو سیاسي جریان یوازې د حکومت پر مخالفت نه شي تعریفېدای. یوازې مخالفت سیاسي برنامه نه ده. خلک او د یوه جریان غړي باید پوه شي چې دا مبارزه د کوم هدف د ترلاسه کولو لپاره ده، هغه هدف ته د رسېدو لار څه ده، څه لګښت لري او په پای کې به د هېواد لپاره څه ډول راتلونکی رامنځته کړي. آیا دا مبارزه یوازې د جبهې د مشرانو او بهرنیو استخباراتي ادارو د شخصي ګټو د تأمین او پوره کولو لپاره ده، که د عامو خلکو لپاره هم کومه ګټه لري؟
هر کله چې د جبهې غړي وویني چې د مشرانو اساسي هدف د خپلو شخصي ګټو او د خپلو بادارانو د ګټو تأمین دی او له دوی څخه یوازې د سون توکو په توګه استفاده کېږي، نو نور نه شي کولای چې د خپلې تباهۍ ننداره وکړي. له همدې امله خپله لار بېلوي. که یو جریان کلونه یوازې د «مقاومت» خبرې کوي، خو ونه شي کولای چې د هېواد د سیاسي، ټولنیز او اقتصادي راتلونکي روښانه انځور وړاندې کړي او موخې یې هر وخت د بهرنیو ملاتړو د ګټو او د شخصي منافعو د تأمین لپاره بدلېږي، نو د وخت په تېرېدو سره به آن د هغه خپل غړي هم له پوښتنو او شکونو سره مخ شي.
څلورم؛ ميراثي رهبري
بله ستونزه چې په آسانۍ ترې سترګې نه شي پټېدای، هغه د رهبرۍ میراثي کېدل دي. سیاسي رهبري شخصي ملکیت یا کورنی میراث نه دی. هېڅوک یوازې د دې لپاره چې د یوه سیاسي نوم وارث دی، د رهبرۍ وړ نه ګرځي. وړتیا باید د عمل په ډګر کې ثابته شي. کله چې د یوه جریان سیاسي او پوځي غړي وویني چې رهبري، د وړتیا او توانایۍ له پام وړ ارزونې پرته، یوازې د تېر میراث پر بنسټ یوه کس ته سپارل شوې ده، نو طبیعي ده چې خپله لار بېله کړي.
له همدې امله، پرلهپسې انشعابونه تر دې چې یوه لنډمهاله پېښه وي، د یوه سیاسي جریان په جوړښت کې د ژورو ستونزو نښې دي؛ داسې نښې چې په حقیقت کې د داخلي ړنګېدو او د مخالفو څېرو ترمنځ د بې سارو اختلافاتو څرګندونه کوي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


