د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د یاد وزارت وزیر مولوي امیرخان متقي په کابل کې د قطر له سفیر ډاکټر مردف القاشوطي سره د دواړو هېوادونو پر دوهاړخیزو اړیکو او له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې د قطر پر هڅو خبرې کړې دي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې د افغانستان او قطر پر دوهاړخیزو اړیکو او له نړیوالې ټولنې سره د افغان حکومت د اړیکو د پراختیا لپاره د قطر د اسانتیاوو برابرولو او هڅو په اړه بحث شوی.
مولوي امیرخان متقي له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان اړیکې مخ پر ودې بللي او په دې برخه کې یې د قطر هڅې ستایلي.
د قطر سفیر هم د خپل هېواد د ژمنتیا او د دغو هڅو د دوام ډاډ ورکړی او په دې برخه کې یې رامنځته شوي پرمختګونه هیلهبښونکي بللي.


