کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د هرات ولایت د کوهزور ولسوالۍ امنیه قوماندانۍ امنیتي منسوبینو څلور تنه وسلهوال غله نیولي، چې د خلکو د مالونو او څارویو په غلاوو کې یې لاس درلود.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د هرات امنیه قوماندانۍ مسوولین وايي امنیتي ځواکونه د ښاریانو د امنیت ټینګښت، د غلاوو مخنیوي او د خلکو د شتمنیو ساتنې لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي او له مجرمینو سره به قانوني چلند کېږي.


