د اوبو او انرژۍ وزارت ویلي، چې د یاد وزارت وزیر ملا محمد یونس آخندزاده سعودي عربستان ته د رسمي سفر په ترڅ کې د یاد هیواد د انرژۍ وزارت له مرستیال محمد ابراهیم سره د لمریزې او بادي انرژۍ په برخو کې د همکاریو پر پراختیا او د ګډو پروژو د پیل په اړه خبرې کړې دي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، دواړو لورو د انرژۍ په برخه کې له شته فرصتونو څخه د ګټې اخیستنې، د تجربو د شریکولو او د ګډو همکاریو د پیل پر لارو چارو بحث کړی دی.
د اوبو او انرژۍ وزیر د سعودي عربستان د انرژۍ وزارت مرستیال او تخنیکي مسوولینو ته افغانستان ته د رسمي سفر بلنه ورکړې، چې د سعودي لوري یې هرکلی کړی دی.
د سعودي عربستان د انرژۍ وزارت مرستیال ژمنه کړې، چې په نږدې راتلونکي کې به د دغه وزارت مسوولین او تخنیکي ډله افغانستان ته سفر وکړي، ترڅو د انرژۍ په برخه کې شته فرصتونه وارزوي او د ګډو همکاریو د عملي کېدو پر لارو چارو خبرې وکړي.


