انادولو خبري اژانس راپور ورکړی، چې اوس مهال شاوخوا ۹ زره او ۳۵۰ فلسطینیان د صهیونیستي رژیم په زندانونو کې بندیان دي، چې ۳۵۰ ماشومان او ۹۰ ښځې هم پکې شاملې دي. د بشري حقونو بنسټونو په دغو زندانونو کې د شکنجې، لوږې، فزیکي ځورونې او طبي پاملرنې د نشتوالي د پراخوالي راپورونه ورکړي، چې له امله یې لسګونه بندیان په بند کې شهیدان شوي دي.
انادولو خبري اژانس د «هاآرتص» اسرائیلي ورځپاڼې له قوله راپور ورکړی، چې د اسرائیلي رژیم زندانساتونکو فلسطیني بندیان په ربړي یا پلاستیکي مرمیو ویشتي او سخت یې ټپیان کړي دي، په یوه پېښه کې د یوه بندي خصیه د سخت زیان له امله په عملیاتو کې لرې شوې او بل بندي د پښې د مات شوي هډوکي عملیات کړي دي.
د راپور له مخې، د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر راهیسې د اسرائیلي رژیم په پنځو زندانونو کې د ډزو ۲۱ پېښې ثبت شوې دي. ډېری پېښې د ۲۰۲۵ کال په وروستیو او د ۲۰۲۶ کال په لومړۍ نیمایي کې شوي او په ځینو مواردو کې بندیان له نږدې واټن څخه، پرته له دې چې په زندان کې کومه ګډوډي رامنځته شوې وي، ویشتل شوي دي.
په تر ټولو سخته پېښه کې، د کتزیوت زندان یو بندي د جون په میاشت کې په خصیه کې ویشتل شوی و. د طبي اسنادو له مخې، د هغه خصیه په بشپړ ډول له منځه تللې وه او ډاکټران اړ شوي چې په عملیاتو کې یې لرې کړي. یوه بله پېښه کې یو بندي د ربړي مرمۍ له لګېدو وروسته د پښې عملیات کړي دي.
د بشري حقونو بنسټونو د اسرائیلي رژیم له چارواکو غوښتي چې د بندیانو پر وړاندې د دغو مرمیو کارول ودروي، خو د اسرائیلو د زندانونو ادارې د ورته وسلو د بشپړ بندیز غوښتنه رد کړې او ویلي یې دي چې کارول یې د عملیاتي اړتیاوو او د ګواښونو د ارزونې له مخې کېږي.
د فلسطیني بندیانو پر وړاندې د شکنجې، فزیکي ځورونې، لوږې او د طبي درملنې د مخنیوي په اړه دغه راپورونه یو ځل بیا د اسرائیلي رژیم زندانونو وضعیت او د بندیانو د حقونو د نقض موضوع راپورته کړې ده.


