انادولو خبري اژانس راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، هغه کسان چې د ایران پر ضد د برید د وخت په اړه یې معلومات رسنیو ته افشا کړي، باید زنداني او په ډزو ووژل شي.
د راپور له مخې، ټرمپ د چهارشنبې په ورځ د اریزونا ایالت په یوه غونډه کې ادعا کړې، چې پر ایران یې د برید عملیات وروسته له هغې لغوه کړل، چې د برید وخت رسنیو ته افشا شو.
نوموړي ویلي: «زما په نظر، د معلوماتو افشا کوونکي باید په ډزو ووژل شي. په پخوانیو وختونو کې به موږ دا ډول کسان په ډزو وژل.»
ټرمپ ادعا کړې، چې د امریکا B-2 پټالوتکې ایران ته د دې لپاره استول شوې وې، ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې دغه هېواد اټومي وسلې نه لري. د هغه په وینا، ایران د دغو الوتکو د راتګ لپاره چمتو و، ځکه د عملیاتو د پیل او پای وخت رسنیو ته افشا شوی و.
نوموړي ویلي، د برید د وخت په اړه معلومات په «نیویارک ټایمز» ورځپاڼه او «سياېناېن» ټلوېزیون کې خپاره شوي وو. د ټرمپ په وینا، دوه ورځې وروسته عملیات په هماغه وخت ترسره شول او دا ځل ایران د برید تمه نه لرله.
هغه د معلوماتو افشا کوونکو پر وړاندې د سخت چلند غوښتنه کړې او ویلي یې دي، چې دا ډول کسان باید د ټول عمر لپاره زنداني شي.


