د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویلي، چې د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند مجاهد موزیم د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر شیخ شیراحمد حقاني او یو شمېر نورو مسوولینو په حضور کې رسماً پرانیستل شو.
د وزارت د معلوماتو له مخې، دغه موزیم شاوخوا څلور کاله وړاندې جوړ شوی او تر دې مهاله پکې ۲۶۱ قلمه نظامي او ۲۵۰ قلمه تاریخي آثار راټول شوي او د ۳ زره او ۵۱ شهیدانو نومونه او شهرتونه هم پر بینرونو چاپ او د موزیم پر دیوالونو نصب شوي دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر شیخ شیراحمد حقاني دغه موزیم د پخواني اشغال پر وړاندې د افغانانو د مبارزو او قربانیو څرګند انځور بللی او د جهادي او تاریخي اثارو د ساتنې او د موزیم د لا بډاینې په برخه کې یې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
بلخوا، د جهادي اثارو او سندونو د ثبت رئیس قاري احمدالله سعید خوستي ویلي، چې د جهادي اثارو عمومي ریاست پلان لري په هر ولایت کې د جهادي اثارو موزیمونه جوړ کړي او د دغه پلان له مخې به په ټول هېواد کې اووه لویې جهادي کتابخانې او موزیمونه هم جوړ شي، ترڅو تاریخي اسناد او آثار راټول، ثبت، خوندي او راتلونکو نسلونو ته ولېږدول شي.


