د یمن انصارالله غورځنګ اعلان کړی، چې د سعودي عربستان په نجران سیمه کې یې د سعودي پوځ یوه پرمختللې «اپاچي» چورلکه په بریالیتوب ویشتلې او رانسکوره کړې ده.
حوثيانو په خپلو غير مستقيمو رسنيزو ادرسونو د يادې چورلکې د لوېدو ځينې انځورونه او ویډوګانې هم نشر کړې دي.
نجران د سعودي عربستان یوه سرحدي سیمه ده چې د تاریخي ادعا له مخې پخوا د یمن يوه برخه ګڼل کېده.
د يادونې وړ ده، چې د هرې اپاچي چورلکې بیه شاوخوا ۳۵ میلیونه امریکایي ډالره اټکل کېږي.
په ورته مهال، په يمن کې د سعودي له ملاتړ برخمن ائتلاف ویلي چې په نجران سيمه کې یې یوه AH-6i چورلکه د تخنیکي ستونزې له امله لوېدلې او د پيلوټ په ګډون پکې دوه کسان وژل شوي دي.


