د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ویلي، چې د مسافروړونکو او باروړونکو موټرو د معیاري کولو او هېوادوالو ته د خوندي سفر برابرولو په موخه، د تېرې اوونۍ په جریان کې د ۱۸۳۱ موټرو تخنیکي ارزونه شوې ده.
د وزارت په وینا، د موټرو تخنیکي ارزونه په ټول هېواد کې په دوامداره توګه ترسره کېږي، ترڅو د موټرو تخنیکي نیمګړتیاوې اصلاح او مسافرو ته د خوندي سفر زمینه برابره شي.
وزارت دغه بهیر د موټرو د تخنیکي اصلاح او د خوندي ټرانسپورتي خدمتونو د پراختیا لپاره ګټور ګام بللی دی.


