د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویلي، هغه ویډیو چې یو شخص په کې د پاکستان پوځي رژیم په ملاتړ خبرې کوي او په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي، د هرات د کار او ټولنیزو چارو رئیس نه دی او دا ادعا په بشپړ ډول بې اساسه ده.
وزارت زیاتوي، چې د هرات ولایت د کار او ټولنیزو چارو اوسنی رئیس حافظ میرزا محمد ابومنصور دی او د هغه پېژندنې لپاره یې ویډیو هم خپره شوې ده.


