د هرات ولایت د مقام رسنیو دفتر وايي، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د اسلامکلا بندر له لارې د هرات د صادراتو ارزښت د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۷۲ سلنه زیات شوی او ۱۲۴ میلیون ډالرو ته رسېدلی دی.
د هرات ولایت مقام رسنیو دفتر د معلوماتو له مخې، هره ورځ شاوخوا زر باروړونکي موټر د اسلامکلا بندر له لارې سوداګریز او ټرانزیټي توکي لېږدوي.
د رسنیو دفتر په وینا، اسلامکلا بندر شاوخوا شپږ زره کسانو ته د کار زمینه برابره کړې او په ۱۸۰۰ جریبه ځمکه کې فعالیت کوي.


