انادولو خبري اژانس راپور ورکړی، چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي وايي، تهران او مسقط د هرمز تنګي له لارې د سمندري تګ راتګ پر مسیرونو هوکړې ته رسېدلي او که امریکا د اسلاماباد د تفاهملیک ژمنې عملي کړي، دغه تنګی به په بشپړ ډول پرانیستل شي.
عراقچي له عراقي «الاخباریه» ټلوېزیون سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، ایران د عراق د تېلو وړونکو بېړیو د تګ راتګ لپاره د ځانګړو مسیرونو د پرانیستلو هڅه کړې، ترڅو د هرمز تنګي د تړل کېدو له امله رامنځته شوي زیانونه راکم شي. د نوموړي په وینا، تهران د ایران او عمان ترمنځ د شوې هوکړې د نړیوال ثبت په تمه دی.
هغه زیاته کړې، ایران له امریکا غواړي چې د اسلاماباد په تفاهملیک کې درج شوې ژمنې عملي کړي، وروسته به د نورو موضوعاتو په اړه خبرې اترې پیل او د وروستي تړون لپاره به نور پړاوونه ترسره شي.
عراقچي ویلي، ایران مخکې امریکا ته د «اووه ورځني پلان» په نوم وړاندیز وړاندې کړی و، چې د تهران شرطونه پکې څرګند شوي وو. د هغه په وینا، ټاکل شوې وه د دې مودې په شپږمه ورځ هرمز تنګی بشپړ پرانیستل شي، خو امریکا د ځینو نورو مادو د ورزیاتولو غوښتنه کړې وه.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی چې هېواد یې د امریکا او اسرائیلو له لوري د احتمالي نوې جګړې لپاره چمتو دی. هغه همدارنګه ویلي، حزبالله لبنان او انصارالله یمن د ایران تابع ډلې نه دي، بلکې په خپلو پرېکړو کې خپلواکي لري.
عراقچي زیاته کړې، د ایران او امریکا ترمنځ خبرې اترې د پاکستان او قطر په ګډون د منځګړو هېوادونو له لارې دوام لري.


