د کابل ولایت مقام رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د یاد ولایت د والي ملا امینالله عبید په مشرۍ د امر بالمعروف د قوانینو د تطبیق کمېټې غونډه کې د اړوندو ادارو مسوولینو د یاد قانون پر اغېزمن تطبیق، د ادارو ترمنځ د همغږۍ او د مسوولیتونو د اصولي ترسره کولو په اړه بحث کړی.
د معلوماتو له مخې، ملا امینالله عبید د قانون د تطبیق پر مهال د حکمت، نرمۍ، ښو اخلاقو او له خلکو سره پر مناسب چلند ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې چارې باید د شرعي اصولو او نافذه احکامو له مخې ترسره شي.
په غونډه کې د کمېټې غړو خپل نظارتي راپورونه او وړاندیزونه شریک کړي او د مشرتابه د احکامو او فرامینو د تطبیق پر څرنګوالي یې بحث کړی.


