د پنجشېر ولایت د رسنیو دفتر ویلي، چې د افغانستان د کانونو په لومړني ملي او نړیوال تخصصي نندارتون کې د پنجشېر ولایت د زمردو د پلور لومړنۍ داوطلبي ترسره شوه، چې موخه یې د دغه ولایت د قیمتي ډبرو معرفي کول، د کورنیو او بهرنیو پانګوالو پام را اړول او د پلور بازار پراخول دي.
د پنجشېر والي حافظ محمدآغا حکیم له کورنیو او بهرنیو سوداګرو او پانګوالو غوښتي، چې د کانونو وزارت د کړنلارې له مخې په پنجشېر کې د زمردو او نورو قیمتي ډبرو په کانونو کې پانګونه وکړي.
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان د کانونو لومړنی ملي او نړیوال تخصصي نندارتون د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د لړم له ۶مې تر ۹مې جوړ شوی، چې پکې د هېواد د معدني سرچینو معرفي کول، د کورنیو او بهرنیو پانګونو جلبول او د خامو معدني موادو د پروسس او اقتصادي ارزښت لوړولو ته زمینه برابرول یې اساسي موخې بلل شوې دي.


