د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویلي، چې د یاد وزارت د هنر او فرهنګ معین شیخ عبدالرحمن طیبي په کندهار کې د افغان-انګلیس دویمې جګړې د شهیدانو له تاریخي هدیرې لیدنه کړې او د هغې د بیارغونې لپاره یې د اړینو اقداماتو ډاډ ورکړی دی.
د وزارت د خبرپاڼې له مخې، نوموړي د تختهپل ولسوالۍ د انځرګي سیمې د یادې هدیرې د لیدنې پر مهال د هغې عمومي وضعیت ارزولی او د ساتنې او پالنې پر اړتیا یې ټینګار کړی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه هدیره د افغانستان د تاریخي میراث یوه برخه او د خپلواکۍ او ازادۍ په دفاع کې د افغان ولس د سرښندنو نښه ده، خو د افغان حکومت تر بیا حاکمیت وړاندې ځینو کسانو د پټو خزانو د موندلو په پلمه په کې ناقانونه کیندنې کړي او تاریخي ارزښت ته یې زیان رسولی دی.
شیخ عبدالرحمن طیبي ویلي، چې د شهیدانو د مقام د درناوي او د هېواد د تاریخي میراث د خوندي ساتلو په موخه به د دغې هدیرې د بیارغونې لپاره لازم اقدامات ترسره شي.


