د امریکا له لوري د هغو افغان کډوالو د اخراج په اړه تازه راپورونه خپاره شوي، چې د ۲۰۲۱م کال د اګست په میاشت کې د امریکايي ځواکونو له وتلو سره دغه هېواد ته انتقال شوي وو. دغه راپورونه د بېلابېلو لوریو لپاره د اندېښنې وړ دي، ځکه بېرته ستنېدونکي کډوال درېیم هېواد ته د دایمي مېشتېدنې لپاره نه لېږل کېږي، خو دغه افغان کډوال چې ډېری یې پخواني افغان نظامیان او د امریکا همکاران وو، په داسې حال کې پاکستان ته لېږل کېږي، چې پوځي رژیم میلیونونه افغانان له دې وړاندې بېرته افغانستان ته را لېږلي او لا هم دغه لړۍ روانه ده.
دغه کډوال د کډوالۍ د اصولو نه پوره کولو یا ورته نورو بهانو تر عنوان لاندې پاکستان ته لېږل کېږي، په داسې حال کې چې پاکستان د خپلو استخباراتي اهدافو لپاره د افغان کډوالو او پخوانیو نظامیانو له مجبوریتونو ناوړه ګټه پورته کوي. شته واقعیتونو ثابته کړې چې پاکستاني پوځي رژیم بې کاره او تر فشار لاندې افغان کډوال د خپلو نیابتي جګړو لپاره کاروي.
پوځي رژیم مخکې هم په بدخشان او نورستان کې ورته ناوړه دسیسې تطبیق کړې وې، هلته له ایرانه انتقال شوي ځینې پخواني نظامیان او بې وزله افغانان د خیالي ژمنو په ورکولو سره د افغانستان د ثبات په ضد جګړې ته هڅول شوي وو، خو د سیمې د خلکو په همکارۍ دفاعي ځواکونو د پاکستاني استخباراتو دا خبیثې او ناپاکې دسیسې په لومړیو ساعتونو کې ناکامې کړلې.
د کډوالو د اخراج په برخه کې د امریکا او پاکستان ترمنځ دغه همغږي او نوی پلان ښيي چې دواړه لوري غواړي د خپلو کورنیو او سیمه ییزو ناکامیو د پټولو لپاره یو ځل بیا افغانستان او سیمه د لوبو ډګر وګرځوي. پاکستان چې د دننه سختو سیاسي او اقتصادي بحرانونو او امنیتي ستونزو سره لاس او ګرېوان دی، هڅه کوي د ورته نیابتي لوبو له لارې خلک بوخت وساتي او له خپل کورني بحران پام بل خوا ته واړوي. په داسې حال کې چې امریکا هم غواړي د خپلو پخوانیو همکارانو له مسؤلیت په تېښتې سره د سیمې د بې ثباته کولو لپاره نوې لارې چارې وکاروي.
د سیمې هېوادونه، په ځانګړې توګه ایران هم باید متوجه واوسي. ایران له پاکستان سره اوږده ځمکنۍ پوله لري او د پاکستاني پوځي رژیم تېر سوابق ثابتوي چې دوی د خپلو اهدافو لپاره د نیابتي جبهاتو له پیاوړتیا څخه مخ نه اړوي. که په پاکستان کې د امریکا په ملاتړ دغه شریرې او نیابتي ډلې نورې هم پیاوړې شي، نو د افغانستان تر څنګ به ایران هم د دغو خطرناکو ډلو یو بل هدف وي. د پاکستان د پوځي رژیم دا ډول پالیسۍ د دې لامل کېږي چې ټولې سیمې ته یو داسې اور راوړي، چې د کنټرول لپاره به یې وروسته پراخو او مستقیمو مداخلو ته اړتیا وي؛ یو داسې بحران چې پایلې به یې د ټولې سیمې په زیان وي.


