د افغان حکومت د تش په نوم مخالفو جریانونو په منځ کې وروستي بدلونونه ښيي، چې د واک پر سر سیالۍ او اختلافات تر پخوا زیات شوي دي. د آزادۍ جبهې له لیکو څخه د عبدالستار حسيني، عظیم محسني او حکمت الله بارکزي جلا کېدل او د افغانستان ملي(!) آزادۍ جبهې په نوم د نوي جوړښت اعلانول، د دې څرګندونه کوي چې د دغو جریانونو دننه څومره ژور اختلافات شته.
مخالفین له هر راز حالاتو تېر شول او لا تېرېږي، خو دوی لکه څنګه چې یې له نویو جوړښتونو ښکاري، د ګډ کار لپاره هیڅ اراده نه لري. که څه هم دا لومړی ځل نه دی چې سیاسي او مقاومت پلوه ډلې د داخلي اختلافاتو له امله له انشعاب سره مخ کېږي، خو په دغه حساس پړاو کې دا ډول بېلې ډلې جوړول د سیاسي ادرسونو یو داسې انځور وړاندې کوي، چې د شخصي ګټو پالنه، یو بل نه منل او د اختلافاتو زیاتېدل منعکسوي.
له بلې خوا، د دې انشعاب په اړه د نوې جبهې د غړو د متناقضو دریځونو دا مسئله لا پېچلې کړې ده. د نوې ډلې د اعلان په اړه عظیم محسني له خپل لوري ناخبري څرګنده کړې او په دغه ډله کې خپل شتون نه رد او نه تائیدوي. له دې څرګنده شوه چې په مخالفو ډلو کې اختلافات تر دې کچې رسېدلي دي، چې حتی دغسې پرېکړې په خپلسري ډول او د ګډو مشورو پر ځای د محدودو کسانو تر منځ کېږي، چې دا پخپله د ناندریو او بې باوریو زېږنده ده.
دا ډول ناڅاپي انشعاب او په رسنیو کې د متضادو څرګندونو خپرېدو په مستقیم ډول د جبهې د نورو غړو پر باور منفي اغېز کړی دی او دا طبیعي ده چې له دې سره ټول د ډلې د مشر پر وړتیا او نیتونو شکمن کېږي، ځکه په تېر کې هم آزادۍ جبهه د دغسې اختلافاتو کوربه وه، چې لاملونه یې په چترال کې د یاسین ضیاء د اوښي صفي الله محمدي او فضل ربي خنجاني ترمنځ پټې معاملې، د آی ایس آی مداخله او ژور اختلافات وو.
د آزادۍ جبهې دا او نور انشعابونه د افغان حکومت د مخالفینو په تګلاره کې د یوې بنسټیزې ستونزې ښکارندويي کوي؛ هغه دا چې دوی ټول د سترو اهدافو پر ځای، داخلي تفاهم او دوامداره ملګرتیا د فردي ګټو، شخصي سلیقو او اختلافاتو قرباني کوي. ټول مخالفین شفاف مېکانیزمونه او څرګندې تګلارې نه لري، تر هغو چې خلاوې موجودې وي، د دوی سیاسي راتلونکی به د لا ډېرو جدي ننګونو او بشپړې بې باورۍ سره مخ وي.


