د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت ویلي، چې د یاد وزارت وزیر ملا عبداللطیف منصور د یونیسف دفتر او نورو مؤسسو له استازو سره د اوبو او روغتیا ساتنې په برخه کې د همکارۍ او همغږۍ پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، ملا عبداللطیف منصور ویلي، چې هېواد د بیارغونې او پراختیا په برخو کې ډېرو کارونو ته اړتیا لري او د دولت او مؤسسو ګډ مسوولیت دی، چې د کلیوالو ستونزو ته رسېدنه وکړي او اړمنو خلکو ته ټولګټې پروژې او خدمات ورسوي.
نوموړي ټینګار کړی، چې د پروژو د پلي کېدو پر مهال باید روڼتیا، کیفیت او تخنیکي معیارونه په پام کې ونیول شي او چارې د دغه وزارت په همغږۍ ترسره شي.


