هندي رسنۍ وايي، د سمندري ترانسپورت کارگرانو ټولنې غړو پرېکړه کړې، چې له دې وروسته هغه کښتۍ نه باروي چې اسرائیلو ته وسلې وړي.د انډیا ټوډې ورځپاڼې د راپور له مخې، د سمندري ترانسپورت کارگرانو ټولنې غړو پرېکړه کړې چې اسرائیلو ته د وسلو لېږدونکې کښتۍ به بار او یا ښکته نه کړي.د دې ټولنې غړو ویلي، د هند په ۱۱ لویو بندرونو کې ۳۵۰۰ کارگرو استازو ویلي، چې د کښتیو باروونکي اسرائیلو ته د وسلو لېږدونکې کښتیو د بارولو او یا ښکته کولو څخه ډډه کړې ده.د دې ټولنې غړو ویلي، کارگر د ټولو هغو کښتیو د بارولو څخه ډډه کوي، چې د اسرائیلو اړوند وي او یا هم د فلسطین جگړې لپاره وسلې لېږدوي.:«موږ د کارگرو د ټولنې غړي یو. موږ تل د جگړې او بېگناه خلکو لکه د ښځو او ماشومانو وژلو خلاف یو. په غزه کې د اسرائیلو په وروستیو بریدونو کې په زرگونه فلسطینانو ته ډېر زیان رسېدلی. ښځې او ماشومان په دغه جگړه کې ټوټې ټوټې شوي او میندې او پلرونه یې خپل وژل شوي ماشومان نه شي پېژندلی»د سمندري ترانسپورت کارگرو ټولنې په غزه کې د اوربند غوښتنه کړې او له نړۍ یې غوښتي چې له ازاد فلسطین سره ودرېږي.که څه هم د هند حکومت د اسرائیلو ملاتړی دی؛ خو د عامو کارگرو دغه پرېکړه یې ډېرو خلکو ستایلې ده.د اکټوبر له اوومې راهیسې تر اوسه په غزه کې زرگونه فلسطینیان وژل شوي، چې ډېره برخه یې ښځې، سپینږیري او ماشومان دي.د حماس او اسرائیلو د نښتې وروسته په سور سمندرگي کې هم حوثیانو د اسرائیلو اړوند کښتیو باندې بریدونو ته زور ورکړی دی او هغه کښتۍ یې په نښه کړي چې اسرائیلو ته وسلې او خوراکي توکي وړي.حوثیانو ویلي، بریدونه به یې تر هغه وخته روان وي چې په غزه کې اوربند نه وی شوی.د قطر لومړي وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني د مونیخ په امنیتي غونډه کې ویلي، د حماس او اسرائیلو ترمنځ اوربند ته په تمه یو؛ خو اوسني خبرونه ډېر خواشینونکي دي.نوموړي همداراز وویل، په غزه کې بشري حالت خراب دی.د تېرې شنبې په ورځ اسرائیلي عسکرو په خان یونس روغتون چاپه وهلې وه او له ځان سره یې ۱۰۰ تنه یرغمل کړي دي.روانه اوونۍ په تل ابیب کې زرگونه اسرائیلي وگړو لاریون وکړ او له وخت نه مخکې د ټاکنو غوښتنه یې کوله.