د پکتیا په جاني خېلو ولسوالۍ کې د زړو چاودېدونکو توکو د چاودنې په پېښه کې پنځه ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جاني خېلو ځايي مسؤلینو ویلي، چې پرون مازدیګر د دې ولسوالۍ اړوند د بلخېلو ترکي کلي یوه کور کې د غره څخه راوړل شويو زړو چاودېدونکو توکو او ماین چاودنه کړې، چې په یاده پېښه کې دوو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ژوبل شوي دي.
د سرچینې په وینا، چاودنه سیمه کې د بسم الله په نامه د یوه کس په کور کې شوې، د همدې کورنۍ یو ۶ کلن او بل ۹ کلن ماشومان پکې وژل شوي او پاتې درې نور ژوبل شوي دي، چې ټپيان د درملنې په موخه پر وخت سره د خوست ولایتي روغتون ته انتقال شوي دي.
د یادونې ده چې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د پخوانیو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله وخت ناوخته ورته پیښې ترسره کېږي چې د ډېرو خلکو د مرګ باعث ګرځېدلي دي.