د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، د فراه د بخشاباد بند د اوبو گرځولو تونل د پاک کارۍ چارې په ښه توگه روانې دي او اوسمهال یې ۳۵ سلنه چارې پرمخ تللې دي.
له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د بخشاباد بند د اوبو گرځولو تونل د جوړولو پروژه په فراه کې د اوبو او انرژۍ وزارت له سترو پروژو څخه یوه پروژه ده.
اوسمهال د تونلونو د پاک کاري په برخه کې چارې په ښه توگه روانې دي او کابو ۳۵ سلنه پرمخ تللې دي.
د خبرپاڼې له مخې، د بخشاباد بند د اوبو او انرژۍ وزارت له اړینو او سترو پروژو څخه ده، چې د ۱۳۶۰ متر مکعب اوبو د ذخیره کولو او د ۲۷ مېگاواټه برېښنا د تولید وړتیا به ولري. همدارنگه دغه بند به کابو (۶۸۵۹۰) هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبه کړي.
د یوه بل خبر له مخې، د تخار د ینگي قلعه ولسوالۍ په یتیم تپه کلي کې د پنج امو سیند د څنډو د تحکیماتو د درېیمې برخې پروژې چارې ۲۴ سلنه بشپړې شوې دي.: «دغه پروژه د اوبو او انرژي وزارت له لوري یوه کورني شرکت ته د دوه دېرش مېلیونه، درې څلوېښت زره، پينځه سوه او دوه ویشت (۳۲،۰۴۳،۵۲۲) افغانیو په ارزښت په قرارداد ورکړل شوې، چې د چارو په بشپړېدو سره به یې گڼ شمېر د استوگنې کورونه او بڼونه د پنج آمو سیند له ویجاړیو څخه خوندي شي او همدارنگه به سلگونه جریبه ځمکه د کرهنې لپاره چمتو شي.»