ایمل څرک
بشیراحمد شاکر د جمهوریت پر مهال د هلمند د ولایتي شورا رئیس و.
کله چې جمهوریت وپرځېد؛ نو ده هم له افغانستان څخه پښې سپکې کړې او ایران ته ولاړ.
هندوکش ته داسې اسناد په لاس ورغلي، چې بشیراحمد شاکر اوس د شر او فساد ډلې مهم غړی او په عین حال کې د نشهيي توکو مهم قاچاق وړونکی هم دی.
نوموړی اوسمهال د ایران په مشهد ښار شهید شیروي ۲(شهید غلي رستگار مقدم) سیمه کې اوسېږي او د شر او فساد ډلې د مخته وړلو لپاره د نشهيي توکو قاچاق کوي.
شاکر نه یوازې په ایران خپل نشهيي توکي پلوري، بلکې له ایران څخه یې د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته هم قاچاق کوي.
هندوکش ته په رسېدلو اسنادو کې ښکاري، چې نوموړي نشهيي توکي په بېلابېلو ډولونو، رنگونو او بڼو جوړ کړي، چې ډېری خلک به پرې د عادي درملو فکر کوي.
جمهوریت خو هسې هم د غلو، زورواکو، چورواکو، لنډهغرو، قاچاق کوونکو او نورو یوه ډله وه.
کله چې جمهوریت له منځه ولاړ، نو ډېری چارواکي یې هم د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته ولاړل.
بشیراحمد شاکر هم اوسمهال په ایران کې د قاچاق ترڅنگ د شر او فساد ډلې مهم غړی گڼل کېږي.
دا چې ایران له طالبانو سره هم د ښو اړیکو تمه لري او نږدې هره اوونۍ ایراني پلاوي کابل ته راځي؛ نو باید په خپله خاوره کې د افغانستان ضد خلکو ته ځای ورنه کړي.