Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د تیر نظام عسکر هند کې ناییتوب او هوټلونو کې کار کوي
    لیکني

    د تیر نظام عسکر هند کې ناییتوب او هوټلونو کې کار کوي

    صابر افغانصابر افغان18 مارچ 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    محمد فیصل

    الجزیرې په هند کې د تیر حکومت د عسکرو د ژوند په اړه یو مطلب خپور کړی دی.

    مطلب کې د دریو داسې کسانو سره خبرې شوي چې یو یې ناییتوب (سلماني) کوي، بل یې یو هوټل کې په پیشخدمتۍ او یو یې په یو ورزشي کلب کې په روزنه بوخت دی.

    ذکي میرزایي چې ۲۹ کلن دی، وړاندې د تیر حکومت عسکرو کې شامل و، خو په ۲۰۱۹ کال کې غزني کې د طالبانو په یو برید کې ټپي شو.

    هغه برید کې د میرزایي ۲۵ ملګري ووژل شول او د ده په ګډون په کې شپږ نور ټپیان شول.

    میرزایي د امریکا له ملاتړه برخمن حکومت له لوري هند ته د درملنې په موخه ولیږل شو، خو په کابل د طالبانو له ولکې وروسته میرزایي په هند کې پاتې شو او اوس په نوي ډیلي کې یوه سلماني کې د خلکو ویښتان جوړوي.

    میرزایي وایي، کله چې طالبانو کابل ونیوه، نو ټوله شپه مې وژړل.

    د خلیل شماس په نوم د تیر حکومت د عسکرو یو ډګرمن هم هند کې دی، خو دی د نوي ډیلي په یو ریسټورنټ کې د پیشخدمتۍ دنده ترسره کوي.

    شماس په ۲۰۲۰ کال کې هند ته د پوځي روزنې له پاره لیږل شوی و، خو د زدکړو له بشپړیدو وروسته یې د تیر حکومت پوځ له منځه تللی و.

    دی وایي، موږ ۲۰۰ کسان وو چې د زدکړو له بشپړیدو سره ځینې بیرته افغانستان ته او ځینې یې ایران، کاناډا او نورو هیوادونو ته کډوال شول.

    خو شماس تر اوسه هند کې دی او ریسټورنټ کې دنده کوي.د شماس یو ورور د غزني د یوې ولسوالۍ ولسوال و چې په ۲۰۱۸ کال کې د طالبانو په یو کمین کې ووژل شو.

    عصمت الله اصیل د تیر حکومت یو بل عسکر دی چې اوس د نوي ډیلي په سویل کې په یو ورزشي ځای کې د هلکانو او نجونو په روزنه بوخت دی.

    مقاله وایي، اصیل هم د هغو عسکرو له ډلې دی چې د تیر حکومت له لوري هند ته د زدکړو له پاره لیږل شوی وو.

    د یادونې وړ ده چې طالبانو د واک ترلاسه کولو وروسته د تیر حکومت ټولو امنیتي ځواکونو ته عمومي عفوه اعلان کړه او زرګونه هغه یې په افغانستان کې پرته له ویرې خپل عادي ژوند کوي.

    دغه راز، د تیر حکومت ډیر نظامي کسان په اوسني حکومت کې په دنده بوخت دي.

    د دې تیر څنګ د تیر حکومت د وژل شویو عسکرو کورنیو ته اوسنی حکومت نغدي او نورې مرستې ورکوي.

    مخکینۍ مقالهد هلمند د ولایتي شورا د پخواني رئیس له نوې دندې خبر یاست؟
    راتلونکي مقاله پاکستاني پوځ پر پکتیکا، کونړ او خوست ولایتونو بمباري کړې

    مربوطه لیکنې

    امارت د سوپر پاور په ځای هژمونيک پاور مات کړ

    15 اگست 2025

    د جنایتکارانو شوری؛ ولس به یې جنایات هېر کړي!؟

    15 اگست 2025

    جمهوریت له بُن تر سقوطه؛ د یوې ناکامې تجربې لنډه کیسه

    14 اگست 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 15 اگست 2025

    پاکستاني طالبانو پرون د پاکستان د ازادۍ په ورځ ۷۸ بريدونه ترسره کړي

    پاکستاني طالبان وايي، پرون ورځ د اګست ۱۴مه چې پاکستان د خپلې ازادۍ د ورځې…

    امارت د سوپر پاور په ځای هژمونيک پاور مات کړ

    15 اگست 2025

    باجوړ کې د یوې حکومتي چورلکې د لوېدو په پېښه کې پنځه کسان مړه شوي

    15 اگست 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    پاکستاني طالبانو پرون د پاکستان د ازادۍ په ورځ ۷۸ بريدونه ترسره کړي

    15 اگست 2025

    امارت د سوپر پاور په ځای هژمونيک پاور مات کړ

    15 اگست 2025

    باجوړ کې د یوې حکومتي چورلکې د لوېدو په پېښه کې پنځه کسان مړه شوي

    15 اگست 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،999 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،942 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،961 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.