د ایران دولتي خبري اژانس ارنا وایي، چې د شنبې شپې ناوخته لسګونه ډرون بې پیلوټه ځانمرګي الوتکې او توغندي یې د اسرائیلو خوا ته توغولي دي.

ایران ویلي، چې دغه بریدونه یې په اسرائیلو د هغه برید د غچ اخیستنې په موخه کړي، چې اسرائیلو په دمشق کې د دوی پر قنسلګرۍ کړی و.

د ایران سپاه پاسداران انقلاب هم په یوې اعلامیه کې ویلي، چې دغه بریدونه د صهیونیستي رژیم د جنایتونو په ځواب کې د ایران د هوايي ځواکونو لخوا ترسره شوي دي.

بل لور ته د اسرائیلو د پوځ ویاند “دانیل هاګاري” په یوې خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې له ایرانه پر اسرائیلو شاوخوا ۲۰۰ډرون، کروز او بالستیک توغندي توغول شوي دي.

هغه زیاته کړې ده، چې د اسرائیلو او د هغې د متحدینو دفاعي سیسټم د توغندیو او ډرونونو زیاته برخه یې له منځه وړي دي.

د اسرائیلو د پوځ ویاند زیاته کړې، چې د دغه هېواد په جنوب کې یو ځای په نښه شوی، خو دغه “پوځي مرکز” ته کوم قوي زیان نه دی رسېدلی.

یو شمېر نړۍوالو رسنیو ویلي پر اسرائیلو د ایران له هوايي برید وروسته، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش په یوې اعلامیه کې د “سیمه ییز ویجاړونکي کړکېچ د خپرېدو د اصلي خطر” په اړه خبرداری ورکړ.

نوموړي پر اسرائیلو د ایران پراخ هوايي برید په کلکه غندلی او د دغو بریدونو د سملاسي بندېدو غوښتنه یې کړې ده. هغه له دواړو غاړو غوښتي، چې له زغمه کار واخلي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي ټینګار کړی، چې هغه ​​هر وخت ویلي چې “نړۍ بله جګړه نشي زغملی”.

امریکا، کاناډا، جرمني، انګلیستان، فرانسې او یو شمېر نورو هېوادونو هم د ایران دغه بریدونه غندلي دي، دوی ویلي چې د ایران داسې بریدونه به په سیمه کې سخت کړکیچ رامنځ ته کړي.

د دې ور اخوا د ایران پارلمان رییس “محمد باقر قالیباف” او د دغه مجلس نورو غړو د دغو بریدنو هر کلی کړی دی.

قالیباف دغه بریدونه د اسرائیلو لپاره یو درس ورکوونکې ضربه بللې او زیاته کړې یې ده، که اسرائیل او متحدین یې کوم غبرګون وښیي، نو د ایران پلان شوی ځواب به له دې هم دروند او زیات وي.

بل لور ته یو شمېر نړۍوالو رسنیو د اسرائیلي چارواکو له قوله راپورونه خپاره کړي، چې د ایران د بریدونو ترڅنګ د “عراق” او “یمن” هېوادونو لخوا هم د دوی پر خاوره بریدونه شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version