د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، په تېرو دوو کلونو کې افغانستان ته د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو څخه ۸ زره سیلانیان راغلي دي.
د یاد وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د ۱۴۰۲ل کال تر پایه ۸۲۰۰ بهرني سیلانیان راغلي دي، چې ډېری یې هرات، بلخ، کندهار، نورستان او غزني ولایتونو ته تللي دي.
بهرني گرځندویان د یو هېواد په اقتصادي حالت خورا مثبتې اغېزې لري. د ۲۰۱۹ز کال د شمېر له مخې، امریکا متحده ایالات د بهرنیو گرځندویانو نه هر کال ۲۱۴ مېلیارده ډالر عواید لري. هسپانیه ۹۲ مېلیارده، فرانسه ۷۳ مېلیارده او چین هم ۷۳ مېلیارده ډالر له بهرنیو گرځندویانو گټي.
که څه هم په افغانستان کې اوسمهال بشپړ امن دی، خو د هېواد لویې لارې لا هم خرابه دي او بهرنیو گرځندویانو لپاره پاک هوټلونه او په لرې پرتو سیمو کې د ژوند لومړنۍ اسانیتاوې نشته.