د فلسطین بهرنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی، چې د صهيونيستي اسرائيلو افراطي ګوندونه د اقصی جومات نړولو او د خپل “معبد” جوړولو پلانونه لري.
وزارت دا هڅې د اسلامي او مسیحي مقدساتو پر ضد یوه منظمه پارونه بللې او ویلي یې دي، چې د نړیوالو کمزوري غبرګون د اسرائیلي حکومت جرأت زیات کړی دی.
د فلسطين د بهرنيو چارو وزارت همداراز له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د دې خطرناک پلان مخه ونیسي، پر اسرائیل فشار راوړي او د سولې نړیوالو غوښتنو درناوی پرې ومني.
دا په داسې حال کې ده، چې اسرائيلي رسنیو د مصنوعي ځیرکتیا په وسیله یوه ویډیو خپره کړې چې په کې د اقصی جومات نړول او د “معبد” جوړول ښودل شوي دي.