د پاکستان اصلي واکمن -فوځ او ادارو- له ځینو پرېکړو سره چې هر وخت پاکستاني ولس خپله ناخوښي څرګنده کړې، حکومت د “جوړ جاړي” پر ځای د “زور” لار سنجولې، او هڅه یې کړې چې د ټوپک په وسیله خپلو موخو ته لاس رسی پیدا کړي، له همدې امله له کومې ورځې چې یې د بلوڅ او پښتون مېشتو سیمو د طبعي زېرمو لوټول شروع کړي، او د سیمې ولسونه یې په کامله توګه ترې بې برخې کړي، د ځایي خلګو د اعتراض وروسته یې زرګونه خلګ برمته کړي، قومي مشران یې وژلي او د دوی غږ یې د ټوپک په شپېلۍ خپ کړی.
دا پالیسۍ حکومت له تېرو څو لسیزو څخه په دوامداره توګه پرمخ وړي، او هر کله چې د خلګو په اعتراض کې شدت راغلی، دوی په خپلو وحشتونو کې هم زیاتوالی راوستلی.
خو دا چې د ظلم انجام بد وي، او له ظالم څخه د ترسره کړیو ظلمونو بدله په دنیا کې هم اخستل کیږي، اوسني وخت کې دوی د خپلو کړیو اعمالو له سخت حساب څخه کړیږي او ورځ تر بلې ولس واټن ترې پیدا کوي.
په کار خو دا وه چې دوی پر خپلو کړنو له سره نظر کړی وای، او اوسنی کړکېچ یې د خبرو اترو له لارې حل کړی وای، خو برعکس دوی خپل ظلم ته نوره هم ادامه ورکړه، او د نوې ستراتیژۍ پر کار اچولو سره یې د سیاسي څهرو، قومي مشرانو او مذهبي علماوو په قتل رسولو ته مټې را بډ وهلې، چې د اکوړه خټک مرستیال مهتمم “شیخ حامد الحق” باندې ځانمرګی برید، بلوچستان کې د جمعیت علماء اسلام ځایي مشر، او وتلی دیني عالم “مفتي شاه میر عزیز” د لمانځه پر مهال مرموز قتل، د لشکر طیبه پر رهبرۍ برید، او د مخکښ قومندان “ابو قتال” وژنه، او د لانجمنې مذهبي څهرې “مفتي منیر شاکر” ترور هغه څه دي کوم چې په دا وروستيو کې تر سره شوي، او عاملین یې لا تر اوسه نه دې پېژندل شوي.
دا چې له داسې کړنو څخه د حکومت هدف څه دی، په لنډو ټکو کې به یې لاندې واضح کړو:
اول: پر پاکستان باندې د “داعشي خوارجو د ملاتړ” دا تور دی، چې دوی د سیمو هیوادونو د ناامنه کولو په پار داعشيانو ته په بلوچستان او ځینو قبائلو سیمو کې پناه ځایونه ورکړي، او د خپلو موخو په پار استفاده ترې کوي.
په وروستیو کړنو سره دوی غواړي چې د ځینو وژنو پړه پر داعش واچوي، (که څه هم دوی په عموم کې د داسې پېښو عاملین د ټي ټي پي وسلوال معرفي کوي، حال دا چې د هغوی جګړه یواځې د فوځ سره ده، د مذهبي علماوو او قومي مشرانو ترور د هغوی په ایجنډا کې نشته) او نړیوالو ته دا وښهیي چې مونږ د داعشیانو ملاتړي نه یو، مونږ خپله له دوی څخه سر ټکوو.
دوهم: پاکستان اوسني وخت کې د زیاتو سیاسي، اقتصادي او امنیتي ستونزو سره مخ دی، چې ولس یې د هرڅه مسؤولیت حکومت ته راجع کوي.
په دې کړنو سره حکومت غواړي چې مذهبي دښمنۍ رامنځته کړي، ولسونه خپل مينځ کې ښکېل کړي او له ځانه د خلګو توجه واړوي.
دریم: د حکومت مخالفین (هغه که ټي تي پي دي، او که بلوڅ وسلهوال) اوس تر هر وخت زیات په زور کې دي او ورځ تر بلې په خلګو کې محبوبیت پیدا کوي.
د مذهبي مشرانو او قومي مخورو په ترور سره حکومت غواړي چې د مخالفینو د نفوذ مخه ونیسي، او ځایي خلګ له دوی څخه متنفره کړي.
څلورم: له لسیزو راهیسې پاکستان په مختلفو بهانو له نړیوالو مرستې ترلاسه کړې او خپل ځوړند اقتصادي وضعیت یې له سقوط څخه ژغورلی.
په اوسنیو کړنو سره یو ځل بیا پاکستان غواړي چې د “ترهګرۍ سره د مبارزې” په پلمه نړیوال ملاتړ ترلاسه کړي، او د خپل ترنګلي اقتصادي حالت د سمون هڅه وکړي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.