د افغانستان سرپرست حکومت رئیس الوزراء ملا محمد حسن آخند کابل ته د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار په مشرۍ له راغلي پلاي سره کتلي.
د سرپرست حکومت مرستیال ویاند په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، په دې کتنه کې د سرپرست حکومت رئیس الوزراء له پاکستان څخه تر دې مهاله د افغان کډوالو د کوربه توب مننه کړې او یلي یې دي چې، په ورستیو کې له افغان کډوالو سره ناوړه چلند د منلو نه دی او په کلکه یې غندو.
ښاغلي اخند وړاندې ویلي چې، دا ډول کړنې نه یوازې فاصلې ایجادوي، بلکې پر تېرو ټولو ښو مناسباتو د بطلان کرښې راکاږي او په وینا یې: «خدای دې وکړي دغه سفر د دواړو وروڼو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لامل وګرځي.»
ملا محمد حسن آخند دغه راز د تورخم دروازې بندولو ته په اشارې ویلي چې، د اقتصادي اړیکو پراختیا د دواړو هیوادونو اړتیا ده او هغه عوامل چې سیاسي او اقتصادي اړیکې خرابوي باید مخنیوی او له تکرار څخه یې ډډه وشي.
د سرپرست حکومت رئیس الوزراء د خبرو پردوام ویلي: «پاکستان د دې پر ځای چې له اسلامي امارت سره د افغان کډوالو د تدریجي ستنولو بهیر کې همکاري وکړي، په یو طرفه اقداماتو ستونزې زیاتوي. له پاکستان څخه مو جدي غوښتنه ده چې له افغان کډوالو سره بد چلند پای ته ورسوي.»
د افغانستان د سرپرست حکومت رئیس الوزراء پاکستاني پلاوي ته ډاډ ورکړی چې د افغانستان خاوره به د ګاونډيو په شمول د نړۍ د هېڅ هیواد پر ضد ونه کارول شي، او په وینا یې، د افغان حکومت پالیسي په متقابل احترام او حسنه اړیکو ولاړه ده.
د سرپرست حکومت د مرستیال ویاند په خبره، په دغه کتنه کې د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار کابل ته په خپل سفر خوښي ښودلې او ویلي یې دي چې کابل ته یې د سفر موخه له افغانستان سره د اقتصادي او سیاسي اړیکو پراختیا او پیاوړتیا ده.
نوموړي دغه راز ویلي چې، هېواد یې غواړي د دواړو هیوادونو ترمنځ رامنځته شوی واټن په لوړه کچه د خبرو اترو له لارې لمنځه یوسي.
د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر څرګنده کړې چې، د اقتصادي اړیکو پیاوړتیا لپاره به افغانستان ته د پاکستان له لارې په صادرېدونکو زیات شمېر توکو لس سلنه مالیه پای ته ورسوي او د سوداګرۍ د زیاتوالي لپاره به نور مهم اقدامات هم په پام کې ونیول شي.