د میدان وردګ ولایت مقام رسنیز دفتر وایي، چې په تېر ۱۴۰۳ لمریز کال کې د دغه ولایت په کچه د نږدې ۲۳ میلیونه ډالرو په ارزښت ۵۰ بنسټيزې او پراختیايي پروژې پلي شوې دي.
د یاد ولایت د اقتصاد ریاست مسؤولینو ویلي، چې په دغه پروژو کې ۱۶ زره کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، دغه راز تېر کال په میدان وردګ ولایت کې نږدې ۳۰ دولتي او غیر دولتي بنسټونو هم په بېلابېلو سکتورونو کې خدمات وړاندې کړي دي.