Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»آیا د دوحې غونډه کې د افغان حکومت نه ګډون د فرصت ضیاع وه؟
    لیکني

    آیا د دوحې غونډه کې د افغان حکومت نه ګډون د فرصت ضیاع وه؟

    صابر افغانصابر افغان19 فبروري 2024څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    عبدالله زاهد

    د قطر پلازمېنه دوحه کې د ملګرو ملتونو په مشرۍ د افغانستان په اړه ځانګړې دوه ورځنۍ غونډه پرون یکشنبه پیل شوه او نن یې دویمه و وروستۍ ورځ ده.په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د امريکا، روسيې، اروپايي ټولنې او نژدې ټولو ګاونډيو استازو ګډون کړی دی، چې د دې غونډې مشري پخپله د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوتېرش کوي. دغې غونډې ته افغان حکومت هم وربلل سوی وو، خو د افغان حکومت وزارت خارجه اعلاميه خپره کړه چې موږ په دې غونډه کې ګډون نه کوو؛ ځکه چې د افغان حکومت دوې غوښتنې وې:لومړی دا چې دې غونډه کې به طالبان د افغانانو په استازيتوب ګډون کوي، د افغانستان نماينده ګان به وي نه مېلمانه؛ ځکه دې غونډه کې ډېر نور افغانان هم دعوت سوي، دا په دې معنا چې طالب هم يو بخش د افغانانو څخه غوښتل سوی چې دا افغان حکومت ونه منل.دوهمه خبره دا وه چې د دې غونډې له مشرانو سره به ځانګړی مجلس افغان حکومت لري، چې دغه غوښتنې يې د ملګرو ملتونو له طرفه نه دي منل سوي او طالبانو ځکه له ګډون څخه انکار وکړ. دغه غونډه اصل کې پر طالبانو د فشار لپاره وه، چې د سيمې د مملکتونو او په غونډه کې د ځينو مخالفو افغانانو په ذريعه به د ملګرو ملتونو له طرفه پر طالبانو راوړل کېده، په دوی به يې ځيني خبرې منلې، شرايط به يې پرې ايښودل او افغانستان کې يوې ګډوډي ته بيا لاره خلاصولو په پار جوړه سوې وه.دا چې افغان حکومت د ټولو همسايه ملکونو سره اقتصادي او سياسي روابط لري او هر يوه ته يې خپلې غوښتنې او نظريې رسولي، هم يې بين الملل او ټولو ته خپله سياسي او اقتصادي تګلاره رسولې، د افغانستان مشکلات يې ورته بيان کړي، خو پر دې هر څه سربېره داسې يوه غونډه کې چې ټول به يو طرف وي او افغان حکومت به منځ کې راولي او بيا به پرې خپل شرايط تپي، وخت د نظر وړاندې کولو به نه ورکول کېږي، چې دا پخپل ځان کې دا ثابتوي چې دغه غونډه نه د افغانانو او نه هم د افغانستان په خير ده. دا د يو فرصت له لاسه ورکول نه وه، بلکې د خپلو مخالفينو څخه د فرصت اخيستل، د هغوی د دسيسو شنډول وو، دلته به افغان حکومت او د نورو افغان ډلو سره د مذاکراتو په شکل ناست وای او فيصله به ملګرو ملتونو او همسايه ملکونو کولای، چې داسې فرصت به افغان حکومت هيڅکله دوی ته ور نه کړي او يو بهترينه کار يې وکړ چې له ګډون څخه يې انکار وکړ. هو! له دې غونډې څخه به اوس هم د طالبانو مخالف ډېر څه راوځي، اخطارونه به هم وي، دسيسې به هم وي ځکه د افغانستان دښمنان همسايه ګانو په شمول د افغانانو په نامه ځينې کړۍ يې هم راټولې کړي خو د همېش په څېر به د دوی هره دسيسه ناکامه کېږي. د افغان حکومت نه ګډون به افغانستان منزوي نه کړي، بلکې لا به يې خپلواکي ټينګه او نړۍ ته دا پیغام وړاندې کړي چې افغان حکومت هر راز روابطو او متقابل احترام ته قايله دی، مګر د هيڅ بهرني قوت تر تاثير به نه لاندې کېږي او نه به هم افغانستان کې د پردو فرمايشات منل کېږي.افغان حکومت يو ځلي بيا په ډېر مدبرانه توګه سره نړۍ ته د خپل استقلالیت پیغام ولېږه؛ چې افغانان به نور د نړۍ د دوه مخي سياست ښکار کېږي نه، نور به خپله افغانان د افغانستان په اړه تصميم نيسي او که نړۍ غواړي د افغانانو سره و ږغېږي نو ډلو ټپلو سره نه بلکې د افغان حکومت سره به ږغېږي، هغه حکومت چې پر ټوله افغانستان واکمن دی، سرتاسري امن يې راوستلی، خوارج داعشيان يې له منځه وړي، د همسايه ګانو او د نړۍ د استخباراتو دسيسې يې شنډې کړي، بيارغونه او د نشه يي توکو په وړاندي يوه کاميابه مبارزه يې کړې، د افغانستان د پرمختګ او اقتصاد يو نوی باب يې پرانيستی، وحشيان او يرغلګر يې ورک کړي، آزادي يې راوړې او د افغانانو پر څېره يې مسکا راوستلې؛ اوس افغانان بې سرپرسته نه دي چې نړيوال به يې پر خپل سر فيصلې کوي؛ بلکې دلته د افغانانو نماينده ګان او د افغانانو ساتونکي او مشران سته.

    مخکینۍ مقالهواشنګټن پوسټ: طالبان هیله مند دي چې کابل به یوه ورځ له دوبۍ سره برابر وي
    راتلونکي مقاله حماس: په غزه کې زموږ د شپږو زرو عسکرو وژل حقیقت نه لري

    مربوطه لیکنې

    د پاکستان غوره لیګ ولې په تش لوبغالي کې ترسره کېږي؟

    13 اپریل 2026

    کاپي پېسټ حکمراني؛ کله چې د اټومي هېواد واک د پردیو په لاس کې وي

    8 اپریل 2026

    مخالفين د بې اتفاقۍ له ژور بحران سره مخ دي

    8 اپریل 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    منځنی ختیځ 13 اپریل 2026

    تېرو ۴۰ ورځو کې پر لبنان د اسرائیلو بریدونو کې نږدې ۴۰زره کورونه ویجاړ کړي

    د لبناني رسنیو د راپورونو له مخې، صهیونیستي رژیم په تېرو ۴۰ ورځو کې د…

    نایجریا کې د غلو او کلیوالو ترمنځ نښته کې ۲۱ تنه وژل شوي

    13 اپریل 2026

    صهیونیستي رژیم له ایران سره په جګړه کې خپلو موخو ته په رسېدو کې پاتې راغلی

    13 اپریل 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    تېرو ۴۰ ورځو کې پر لبنان د اسرائیلو بریدونو کې نږدې ۴۰زره کورونه ویجاړ کړي

    13 اپریل 2026

    نایجریا کې د غلو او کلیوالو ترمنځ نښته کې ۲۱ تنه وژل شوي

    13 اپریل 2026

    صهیونیستي رژیم له ایران سره په جګړه کې خپلو موخو ته په رسېدو کې پاتې راغلی

    13 اپریل 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،141 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،089 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،176 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.