Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»احمد شاه مسعود؛ ملي اتل که د طبعي زېرمو لوټمار!
    لیکني

    احمد شاه مسعود؛ ملي اتل که د طبعي زېرمو لوټمار!

    صابر افغانصابر افغان10 سپتمبر 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    دویمه برخه:

    د پنجشېر پر کانونو د احمد شاه مسعود د ولکې کیسه:

    کیسه کوونکی “سلطان جان کلیوال” د مسعود او د هغه د ډلې په لاسونو د پنجشیر د کانونو د سقوط د کیسې پر دوام د خپلو سترګو لیدلی حال داسې بیانوي: یوه ورځ “امرالله صالح” زما خیمې ته راغی او ماته یې یو لیک راکړ، ویل چې احمد شاه مسعود ماته راکړی او له ما څخه یې غوښتي چې تاته یې وسپارم.

    کله چې ما لیک خلاص کړ، پکې لیکل شوي وو: “انجینر کلیوال، السلام علیکم! زه له پولیتخنیک څخه تاسو پیژنم، ته ښه سړی یې او ستاسو انجینران هم ښه خلک دي، مجاهدین معدن ته اړتیا لري، که تاسو غواړئ چې له منځه لاړ نه شئ، مهرباني وکړئ معدن په دریو یا څلورو ورځو کې پرېږدئ” په پنجشیر کې د مجاهدینو مسؤول احمد شاه مسعود.

    ما مرکز ته د “احمد شاه مسعود د لیک” په اړه خبر ورکړ، په همدې ورځ د کانونو او صنايعو وزارت له اجازې او لارښوونې وروسته د کانونو او جيولوجي سروې رئيس ماته لارښوونه وکړه، چې په کان کې کيندلو تونلونو ته ټول درانه وسايل ژر تر ژره ولېږدوئ او د کان په امنیتي پوسته یې وسپارئ، له د ټول پرسونل او تجهیزاتو سره د مرکز په لور حرکت وکړئ، په خپل کار کې محتاط اوسئ.

    له لارښوونو سره سم مې ټول کارونه ترسره کړل، جنراتورونه، کمپریسرونه، د برمه کولو ماشینونه او نور وسایل مې تونل ته دننه او د امنیتي پوستې قوماندان ته مې چې عبدالرحمن نومېده او د لوګر اوسېدونکی و، وسپارل.

    په همدې وخت کې مې د پوستې قوماندان ته یادونه وکړه چې وروره! ستا په پوسته کې دوولس کسان دي او مجاهدین “چې دوی ته یې اشرار ویل” ډیر دي، ته به څه کوې؟ هغه وویل “زه نه پوهېږم، زمونږ په تشکیل کې همدومره سرتیري شامل دي.”ما وویل دا به غوره وي چې له لوړ پوړو چارواکو سره اړیکه ونیسئ ترڅو ستاسو د ستونزې د حل په اړه فکر وکړي.

    زه د ۱۳۵۷ کال د لړم د میاشتې په ۲۸مه د خپلې ډلې له ټولو غړو سره کابل ته راغلم او یوه اونۍ وروسته خبر راغی چې د پنجشیر د زمردو کان په بشپړه توګه سقوط شوی، مسعود او ملګرو یې د کان ساتونکي او ټول عسکر وژلي دي.

    له هغې ورځې وروسته د پنجشېر د زمردو ټول کانونه د احمدشاه مسعود، د هغه د وروڼو او ملګرو په ولکه کې شول.

    دوام لري…

    مخکینۍ مقالهد جمهوريت ترخه تجربه.
    راتلونکي مقاله کابل ښاروالۍ په سړک جوړونه کې د بې کيفيته کار مخه نيولې‏

    مربوطه لیکنې

    د مقاومت جبهه د امریکا د خوشحالۍ لپاره د داخلي پلور لېوالتیا لري

    13 مې 2025

    د مقاومت جبهه د امریکا د خوشحالۍ لپاره د داخلي پلور لېوالتیا لري

    13 مې 2025

    دا مقاومت دی که مزدوران؟ د امریکایي هډې لپاره د داخلي پلور لېوالتیا

    12 مې 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 20 مې 2025

    پاکستاني طالبانو چترال کې پر ارسون پوځي مرکز له څو لوریو هم‌مهاله بریدونه پیل کړي

    له خیبر پښتونخوا د هندوکش‌غږ ځایي سرچینې وایي، د پاکستاني طالبانو غورځنګ ځواکونو د چترال…

    اروپایي ټولنه پر سوریې لګول شوي بندیزونه لغوه کوي

    20 مې 2025

    بريتانيا، فرانسې او کاناډا اسرائيلو ته غزه کې د روانو بريدونو له امله جدي خبرداری ورکړی

    20 مې 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    پاکستاني طالبانو چترال کې پر ارسون پوځي مرکز له څو لوریو هم‌مهاله بریدونه پیل کړي

    20 مې 2025

    اروپایي ټولنه پر سوریې لګول شوي بندیزونه لغوه کوي

    20 مې 2025

    بريتانيا، فرانسې او کاناډا اسرائيلو ته غزه کې د روانو بريدونو له امله جدي خبرداری ورکړی

    20 مې 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،933 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،865 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،859 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.