یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.
شپږمه برخه
د پنجشیر په کانونو باندې د احمدشاه مسعود د واکمنۍ پر مهال د زمردو تیاره برخلیک:
په تېرو برخو کې مو له شوروي اتحاد سره د احمدشاه مسعود د شرمناک تړون په اړه ډیر څه زده کړل، او همدارنګه د پنجشیر پر کانونو د مسعود د ولکې کیسه چې له شوروي سره د یوه مخکیني تړون پایله وه؛ بیان شوه.
د پنجشېر د زمردو کانونو مسعود ته ډېرې ګټې وکړې، د کورنیو جګړو پر مهال د دوی لپاره د ټوپک د اور په څېر وو چې پر ځمکه به یې د بې ګناه خلکو وینه تویوله او د جمهوریت پر مهال هم د دې بدمسلکو د تمویل مهمه سرچینه ګڼل کېده.
به بل عبارت، هغه نعمت چې تمه وه د دردونو لپاره مرهم او د افغانستان په ابادۍ کې مهم رول ولوبوي، به خپله یوه بلا شوه او د افغانستان دردونه یې نور هم ډېر کړل.
د کانونو د استخراج په لومړیو ورځو کې مسعود خپل اوښی احمدشاه محمدي د افغانستان او دوبۍ ترمنځ د زمردو د قاچاق لپاره مسؤول وټاکه، محمدي د کورنیو جګړو په اوږدو کې د احمدشاه مسعود په هڅونه منځنۍ اسیا، منځني ختیځ، اروپا او پاکستان ته د سفرونو په ترڅ کې د زمردو په غیرقانوني تجارت بوخت شو.
د «ګران بیه پټې ډبرې؛ د وحشت اړخ» مستند چې د فرانسوي فلم جوړونکو(ایریک دي لاواریني او ویرانیک ماودي) او د فرانسوي تاجر رافایل شوباب چې مخکې په افغانستان کې نظامي ښوونکی وو؛ له لوري جوړ شوی، د ددې لویې غلا پټ اړخونه څرګندوي.
په دې مستند کې په ښکاره توګه ویل شوي چې د افغانستان زمرد چې اکثره د پاکستان او هند له لارې قاچاق کېږي، له درکه یې هر کال ۱۵۰ میلیونه ډالر د دې حرص لرونکو انسانانو جیبونو ته ځي، په داسې حال کې چې د کابل د کانونو فاسد وزارت د شل کلن اشغال پر مهال په دې کانونو کې هېڅ ډول لاسرسی په نه درلود او د دې غلا مخنیوی د جمهوریت د صلاحیت خبره نه وه.
کله چې رافایل شوباب(په افغانستان کې د زمرد فرانسوي سوداګر) غوښتل د پنجشیر د زمردو له کانونو لیدنه وکړي، احمدولي مسعود(د احمد شاه مسعود ورور) ته د «مسعود بنیاد» دفتر ته ورځي او د کانونو د لیدلو اجازه تر لاسه کوي.
د مستند دا برخه دوه مهم ټکي لري:
اول، فرانسې د افغانستان د زمردو په غیر قانوني استخراج کې له نورو ټولو هېوادونو زیات لاس درلود، او دویم دا چې د زمردو د کانونو کیلي یوازې د مسعود د کورنۍ په لاس کې وه.
دوام لري…