کله چې د نن او تېر وخت د باغیانو تاریخ او فعالیت ته وګورو، پوهېږو چې د دوی ژوند لیک ټول له وینو ډک دی، د دوی له هرې کلمې څخه د بې ګناه انسانانو د وینو بوی راځي، کومې چې د دې کسانو د شومو او ناوړه موخو لپاره توی شوې دي.

څو ورځې وړاندې د دایکندي ولایت یو شمیر شیعه هیوادوال د نامعلومو وسله والو له لورې له بس څخه راښکته او په ډیر بې رحمانه ډول ووژل شول، یو ساعت وروسته د داعش ترهګرې ډلې د دې برید مسئولیت ومانه.داعش چې په تېرو میاشتو کې یې له بغاوت جبهې سره د همکارۍ ګن اسناد او شواهد ترلاسه شوي او له دې ناوړه اتحاد څخه یې پرده پورته شوې ده.

دا لومړی ځل نه دی چې داعشي خوارج د باغیانو په همکارۍ او ملاتړ سره د شیعه هېوادوالو قتل عام کوي او په دې توګه غواړي د دښمن په ژرنده اوبه پرېمانه کړي، له دې وړاندې هم دې قسم خوړلي دښمن په بغلان کې یو جومات په بمونو والوزاوه او ګڼ شمېر شیعه لمونځ کوونکي یې ووژل.

دا هم لرې نه ده چې د دې برید طرح او ترسره کوونکي هم بغاوتګر وي او معنوي امتیاز یې خپلو متحدینو ته ورکړی وي، ځکه دا لومړی ځل نه دی چې د دې فاسد مکتب ملاتړ کوونکي د هزاره وګړو وینې تویوي، بلکې په ځلونو داسې شوي چې د افشار فاجعه یې د غوره مثال په توګه وړاندې کولی شو.

هو! ۳۲ کاله وړاندې د ۱۳۷۱ کال د لیندۍ په ۲۱مه او ۲۲مه نېټه، د احمد شاه مسعود تر مشرۍ لاندې د نظار شوری ځواکونه او د سیاف تر مشرۍ لاندې د اسلامي اتحاد ګوند له وحدت اسلامي سره د کورنۍ جګړې په لړ کې، د کابل د افشار په سیمه کې پر هزاره ګانو باندې یرغل وکړ او تر ټولو وحشتناک تېری او قتل عام ېې نندارې ته وړاندې کړ.

د جمعیت او اتحاد جنایتکارو حزبونو د مزاري په مشرۍ له اسلامي وحدت وحشي ګوند سره د جګړې په جریان کې د کابل په ختیځ باندې برید وکړ؛ کله چې د وحدت ګوند وحشي جنګيالي له میدان څخه وتښتېدل، د سیاف او احمد شاه مسعود ځواکونو د افشار په مظلومو خلکو باندې چپاو ور وړ او د تاریخ یو حیواني بربریت یې ترسره کړ.

د دې برید په ترڅ کې زموږ سلګونه تنه بې ګناه هېوادوال په بې رحمانه توګه ووژل شول، شتمنۍ یې لوټ شوې، په ډېرو ښځو جنسي تېري وشول او دغه غربت ځپلې سیمه په یوه ویروونکې کنډواله بدله شوه، تر دې چې د ۱۹۹۳ کال د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بشري حقونو راپور د دې جنایت د قربانیانو شمیر شاوخوا زر تنه یاد کړی دی.

په تېرو کلونو کې د شرارت کاروباریانو او د مسعود د مکتب پیروانو هڅه وکړه چې د خپل رهبر له مخ د دې شرم توره نښه لرې کړي او د بې ګناه انسانانو په وینو سره لاسونه ومینځي، خو هغوی دا هېره کړې چې لمر په دوو ګوتو نه پټېږي، ځکه هر څومره چې هڅه وکړي، دغه نه بښل کېدونکی جنایت د مسعود پر تندي د یو تور نښان په توګه حک شوی او د هغه تور شخصیت ټولې نړۍ ته څرګند شوی دی.

د افشارو د جنایت په اړه د نړیوالو بنسټونو لخوا بېلابېل راپورونه او اعلامیې خپرې شوې دي چې په دې یادداښت کې به یې یوازې دوې برخې په لنډه توګه بیان کړو:

۱. د عدالت پروژې راپور:د «افغانستان عدالت پروژې» په ۲۰۰۵ کال کې د تېرو درېو لسیزو د جګړو د جنایتونو په اړه یو بشپړ راپور خپور کړی، یوه برخه یې «په افشارو کې د قتل عام او جنسي تېریو» تر سرلیک لاندې ده.

په دې راپور کې راغلي: هغه ځواکونه چې د ۱۹۹۳ کال د فبروري په ۱۰مه او ۱۱مه نېټه یې د کابل په غرب کې بریدونه ترسره کړل، ټول د افغانستان اسلامي دولت په دفاع وزارت پورې اړوند وو.

د هغه وخت د اسلامي دولت دفاع وزیر او د افشار د عملیاتو سرلاری احمد شاه مسعود و، نوموړي د دې ټولو نظامي عملیاتو د پلان او لارښوونې مسوولیت درلود.

۲. د بشر حقوقو څارونکي:د بشر حقوقو څارونکو د ۲۰۰۵ کال په جولای کې د «په وینو سره لاسونه» تر سرلیک لاندې سند کې د دې عملیاتو پلان داسې یادوي: «د بشر حقوقو څارونکو له څو هغو چارواکو څخه چې له نظار شوری او لنډمهاله حکومت سره یې کار کړی دی، باوري راپورونه ترلاسه کړي چې د وحدت ګوند په خلاف نظامي اقدام د جمعیت، نظار شوری «مسعود» او د رباني حکومت لوړپوړو چارواکو لخوا پلان او تصویب شوی وو».

په دې توګه احمد شاه مسعود او د هغه پیروانو د خپلو شخصي ګټو لپاره د بې ګناه خلکو وینې توی کړې او په ټول افغانستان کې یې ګڼ شمېر دردوونکي جنایتونه ترسره کړي دي.

اوس احمد مسعود له داعش ترهګرو سره په همکارۍ کې د خپل پلار د لارې په تعقیب پسې دی، له هماغه فکر او سیاست سره د افغانستان بې ګناه خلکو د وژنې او وینې تویولو لپاره هڅه کوي، له دې لارې غواړي چې د قدرت څوکۍ ترلاسه کړي، دا هیله به یې ان شاءالله قبر ته ورسره یوسي او لکه څرنګه چې پلار یې په ذلت او خواري کې پاتې شو، همداسې به یې زوی هم پاتې شي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

2 Comments

ځواب پریږدئ

Exit mobile version