په دې وروستیو ورځو کې داسې راپورونه خپاره شوي چې د مقاومت جبهې سمبولیک مشر احمد مسعود به د ۱۴۰۴ کال د جوزا میاشتې په ۲۲مه نېټه د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې د «برناردن کالج» له لوري په جوړ شوي کنفرانس کې ګډون او وینا وکړي. دغه کنفرانس چې عنوان یې «پراخ فکر په سیاست کې» دی، یو ځل بیا د احمد مسعود په څېر کسانو ته د ولس غولوونکو شعارونو د تکرار زمینه برابره کړې ده.
په یاد کنفرانس کې احمد مسعود د «په سیاست کې اخلاق» او «د طالبانو له حاکمیت وروسته د افغانستان د اوسني وضعیت» په اړه خبرې کوي.
وړاندې له دې چې اصلي بحث ته لاړ شو، باید وویل شي چې د غونډې نور ګډونوال هم د احمد مسعود په څېر دا مهال هېڅ ډول رسمي مسؤلیت نه لري او د سیاست تر وخت تیرې څهرې دي. دوی سیاسي صحنې ته له ستنېدو ناهیلي سیاستوال بلل کېږي، لکه د فرانسې سترې محکمې پخوانی قاضي فرانسوا مولن، د فرانسې پخوانی صدراعظم دومینیک دو ویلپن او د فرانسې د پوځ پخوانی لوی درستیز جنرال فرانسوا لوکوانتر.
په دې اړه چې فرانسوي حکومت ولې له احمد مسعود څخه د هغه د پلار په څېر ملاتړ کوي او ټربیون ورکوي، سره له دې چې نوموړی نه دننه په هېواد کې ولسي ملاتړ لري او نه هم سیاسي باور، باید وویل شي چې دا ډول ملاتړ د فرانسې د نرمو استعماري سیاستونو برخه ده؛ یوه داسې هڅه چې له مخې یې غواړي په سیمه کې خپل نفوذ وساتي او د اسلامي امارت د خپلواکې واکمنۍ مخه ونیسي. لکه څنګه چې پخوا احمدشاه مسعود د فرانسې او لوېدیځو هېوادونو له خوا مقاومت د یوه تبلیغاتي سمبول په توګه مطرح شوی و، اوس یې زوی هم د هماغه پروژې دوام دی.
احمد مسعود چې تر دې وړاندې یې هم په ورته ناستو کې د شعارونو او مظاهرو له لارې ځان مطرح کړی، دا ځل یې هم هڅه کړې «په سیاست کې اخلاق» تر تېر ایستونکي سرلیک لاندې خپله اصلي څېره پټه وساتي، تاریخ تحریف او د خپل ځان او پلار تورې مخینې ته نوی شکل ورکړي.
آیا د احمد مسعود په څېر یو څوک چې د خبرو او عمل ترمنځ یې د ځمکې او آسمان په اندازه توپیر وي، کولی شي د سیاست د اخلاقو په اړه خبرې وکړي؟ احمد مسعود له هغه راهیسې چې فاسد جمهوریت نسکور شوی، نه یې د یووالي لپاره کومه هڅه کړې او نه هم د تفاهم لپاره؛ بلکې تر ډېره یې د قومي او ژبني تفرقې د خپرېدو لپاره منډې ترړې کړې دي، تر څو واک ته د رسېدو لاره ځان ته هواره کړي.
په منافقانه او له تبعیض څخه په ډک سیاست سربېره، نوموړي څو ځله په ښکاره له بهرنیو هېوادونو د مالي، سیاسي او حتی نظامي مرستو غوښتنه کړې ده. پر بهرنیانو دا ډول تکیه او د هغوی ولکې ته هرکلی ویل، څه ډول د سیاسي اخلاقو په نوم توجیه کېدلی شي؟
له دې ټولو سره، سره باید یادونه وشي چې احمد مسعود ځان د خپل پلار احمدشاه مسعود د لارې وارث ګڼي؛ هغه څهره چې د افغانستان د ورانۍ او د مظلومو خلکو د وینو د تویولو له یادونو پرته، بله کومه کارنامه نلري. نوموړی د کورنیو جګړو، په ځانګړې توګه د افشارو د ټولوژنې، یو اصلي لامل ګڼل کېږي.
په پای کې ویلای شو چې په دې ډول ناستو کې د احمد مسعود حضور، نه د اخلاقو استازیتوب دی او نه هم په خبرو او عمل کې د صداقت نښه، بلکې دا د یوې اوږدې پروژې دوام دی چې هڅه کوي د هغه څهره سپینه کړي. خپله احمد مسعود او د هغه پلار، هېڅکله د ملي یووالي، سیاسي صداقت یا خپلواکۍ غوښتنې استازي نه دي پاتې شوي.
هغه د نورو هېوادونو د ملاتړ په وسیله او له ارزښتناکو اخلاقي مفاهیمو څخه په ناوړه استفادې، هڅه کوي داسې یوې څهرې ته مشروعیت ورکړي چې د ډېری افغانانو په ذهن کې د تفرقې، تبعیض او له بهرنیو هېوادونو سره د تړاو نښه بلل کېږي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.