په غزه کې د حماس روغتيايي اداره وايي؛ په شمالي بیت لاهیا ښار کې د اشغالګرو اسرائیلي ځواکونو په هوایي بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۷۳ تنه شهیدان شوي دي.
غزه کې د اسرائیلي چارواکو له قوله رسنیو خبر ورکړی چې لسګونه ولسي وګړي ټپیان شوي او لاهم تر خاورو لاندې بند پاتې دي.
د غزې په شمال کې د کډوالو په پنډغالې د صهیونستي ځواکونو عملیاتو او پرلپسې بمباریو هلته د مېشتو زرګونه بې ځایه شویو خلکو ژوند له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.