صهيونيستي اسرائيلو د غزې په مرکزي برخه کې هغه ښوونځی بمبار کړی چې له جګړې بې ځایه شویو فلسطینیانو پناه په کې اخیستې وه.
اسوشېټېډپرېس خبري اژانس د غزې د ژغورونکو ډلو په حواله لیکلي چې د پرون ورځې په دغه هوایي برید کې ۱۸ تنه شهيدان شوي. بلخوا بيا د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې UNRWA پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې د نصیریت په نوم دغه ښوونځي باندې د برید له کبله د دوی شپږ کارکوونکي هم وژل شوي دي.
يادې ادارې ویلي، دا په یوه پېښه کې د دوی د وژل شویو کارکوونکو تر ټولو لوی شمېر دی.تر دې برید وروسته د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش ویلي، هغه څه چې غزه کې روان دي، يو ښکاره وحشت دی او د منلو وړ نه دی.