«الشرق الاوسط» خبري اژانس د اسرائیل ۱۲ چینل په حواله خبر ورکړی چې، د صهیونستي رژیم لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په دې هڅه کې دی چې حماس غورځنګ ته د میلیونونه ډالرو په ورکړې سره له حماس سره نيول شوي اسرائیلیان ازاد کړي.

د راپورونو له مخې نتنیاهو د حماس غړو او د هغوی کورنیو ته له غزې څخه د وتلو لپاره د “خوندي لارې” د رامنځته کولو وړاندیز کړی او په خپلې وروستۍ امنیتي مشورتي ناسته کې یې د دې چارې امر صادر کړی دی.

دغه وړاندیز چې د اسرائیلو مشهورې رسنۍ ټایمزاف اسرائیل لخوا خپور شوی د څارونکو په وینا، د صهيونيستي اسرائیلو د تېري پر وړاندې د حماس غورځنګ د ځواکونو لخوا د بې سارې مقاومت او مبارزې په پایله کې رامنځته شوی دی.

د حماس له‌خوا پر صهيونيستي اسرائیلو له حملې وروسته چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر ۷مې نېټې ترسره شوه ، ۲۵۱ صهیونستي اسرائلیان یرغمل ونیول شول.

له دې برید وروسته اسرائیلو د حماس د له منځه وړلو ګواښ وکړ، خو د حماس غورځنګ له پرله‌ پسې مقاومت او سرښندنو وروسته اسرائیلي رژیم ناتوانه او د حل لارې وړاندیز کولو ته اړ کړو.

د شنونکو په باور د نتانیاهو اوسنی وړاندیز د حماس په وړاندې د صهیونستي رژیم په تګلاره کې له بدلون سربېره د یاد رژیم د داخلي ضعف او ګډوډۍ څرګندونه کوي.

همدا راز د شنونکو په باور صهیونستي رژیم د حماس د مقاومت او د هغه د مخ پر ودې ځواک پر وړاندې په سیمه‌ییزو پرمختګونو کې د مالي وړاندیزونو او امن لارو له جوړولو پرته بله چاره نلري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version