د یمن انصارالله (حوثي) وسلهوالو امریکا ته خبرداری ورکړی چې که پر یمن برید وکړي نو دوی به هر هغه ځای په نښه کړي چې امريکايي پوځ پکې مېشت وي يا هم مرکزونه ولري.
امريکایي پوځیان دا مهال په عربي متحده اماراتو، قطر، بحرين، اردن، سعودي عربستان او یو شمېر نورو هېوادونو کې پوځي مرکزونه لري.
دا خبرداری وروسته له هغې ورکول شوی چې د امریکایي پوځ له لورې څو ورځې وړاندې د یمن په صنعا ښار هوایي بریدونه وشول.