د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې د صهیونیستي رژیم ځواکونو د سوریې په جنوب کې د قنیطره سیمې له «تل مسحرة» پوځي اډې څخه شاتګ کړی.
دا په داسې حال کې ده، چې د سوریې د جنوبي سیمو اوسېدونکو د خپلو سیمو د اشغال پر وړاندې لاریونونه کړي او له خپلو سیمو یې د اسرائیلي رژیم پوځیانو د وتلو غوښتنه کړې.