پاکستاني پولیسو په تېرو دوو ورځو کې په اسلام اباد کې ګڼ شمېر افغان کډوال نیولي. دا اقدام وروسته له هغې شوی چې د پاکستاني چارواکو د وروستي حکم پر اساس د ۲۰۲۴ کال د ډېسمبر میاشتې له ۳۰مې نېټې وروسته په دغه هېواد کې د NOC اسنادو نه‌لرونکي افغان کډوالو پر اوسېدو بندیز لګېدلی.

افغانان له‌ پرله پسې هڅو وروسته بیا هم پر دې نه‌دي توانېدلي چې دغه اسناد ترلاسه کړي. د پاکستان امنیتي ځواکونو د اسلام اباد په بیلا بیلو برخو کې کور په کور پلټڼې پیل کړي، ګڼ شمیر کډوال یې نیولي او امنیتي حوزو ته یې انتقال کړي او ځینې نیول شوي افغانان یې افغانستان ته د انتقال لپاره ځانګړو ځایونو ته لېږدولي.

د پاکستان د امنیتي ادارو دغه کړنې له پراخو غبرګونونو سره مخ شوي، افغان کډوالو پر ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د پاکستان د دې کړنو د مخنیوي لپاره اقدام وکړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version