Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»افغانستان انټرنېشنل که د پاکستان د استخباراتي ادارې غږ؟
    لیکني

    افغانستان انټرنېشنل که د پاکستان د استخباراتي ادارې غږ؟

    صابر افغانصابر افغان17 اکتوبر 2025څرگندونې نشته6 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د «افغانستان انټرنېشنل» په نوم رسنۍ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۸ داسې خبرونه خپاره کړي چې په ټولو کې د پاکستان د دریځ ملاتړ شوی او د افغان ولس پر وړاندې یې د پاکستاني پوځ د تېري د توجیه هڅه کړې ده.

    دې تبليغاتي رسنۍ په يوه خبر کې ليکلي «پاکستاني رسنيو راپور ورکړی، چې د دې هېواد امنیتي ځواکونو په تېرو دوو ورځو کې ۸۸ تنه «ترهګر» وژلي» افغانستان انټرنېشنل دا خبره د پاکستان د رسمي اعلامیې په ډول خپره کړې او پرته له دې چې وپوښتي دا جګړه د افغانستان په خاوره کې روانه ده او وژل شوي کسان ملکي وګړي دي که نه؟

    دې شبکې په يوه بل خبر کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت سختو څرګندونو ته انعکاس ورکړی او لیکلي یې دي «د پاکستان پوځ ویاند د طالبانو کړنې غندلي او د هېواد د خاورې پر ضد بریدونو ته یې ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده» دا رسنۍ د افغان حکومت پر ضد د پاکستاني لوري نیوکه تکراروي؛ خو پر افغانستان د پاکستان د تېري او بمبارد په اړه هېڅ نه وايي.

    افغانستان انټرنېشنل په يو بل راپور کې لیکي «د پاکستان او طالبانو تر منځ جګړې دا پوښتنه راولاړه کړې چې دا شخړه د پاکستان او افغانستان ترمنځ ده که یوازې له طالبانو سره؟» انټرنېشنل په دا ډول عبارت سره د جګړې ماهیت مبهم کړی او په ښکاره ډول یې د پاکستان د تبلیغاتي دریځ ملاتړ کړی دی.

    انټرنېشنل د يو بل خبر په عنوان کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له قوله لیکلي «اسلام‌اباد غواړي له طالبانو سره شخړه د خبرو او مذاکرې له لارې حل کړي» دا تبليغاتي رسنۍ په دې عنوان کې داسې انګېرنه ورکوي لکه پاکستان چې د سولې پلوی وي او افغان حکومت د جګړې.

    دې رسنۍ په يوه بل خبر کې ويلي «د پاکستان پوځ ویاند په جګړه کې د افغان ځواکونو د چلند او د وژل شويو پوځيانو له جسدونو سره د هغوی د سلوک په اړه سختې نيوکې کړي» افغانستان انټرنېشنل دا جمله په احساساتي بڼه خپره کړې، خو د هغو افغان ماشومانو او ښځو د جسدونو په اړه هېڅ نه وايي چې د پاکستاني پوځ په بمبارد کې شهيدان شوي.

    انټرنېشنل همدا راز يو بل خپور کړي خبر کې ليکلي «سرچينې وايي، چې شهباز شریف د جمعې په ورځ له درې ایالتي وزیرانو، لوړپوړو پوځیانو او کابینې سره بیړنۍ غونډه کړې ده» دا خبر په داسې ډول وړاندې شوی چې ګواکې پاکستان د دفاع په حالت کې دی، نه د تهاجم.

    افغانستان انټرنېشنل همدا‌ راز د «نعیم پویش» په نوم د يوه کس له قوله لیکي «طالبان د پاکستان ضد سیاست او له هند سره د دوستۍ تاکتیک تعقیبوي» د دې رسنۍ دا څرګندونې نشرول د پاکستان د تبلیغاتي جګړې یوه برخه ده چې هڅه کوي افغانان د هند د نیابتي ځواک په توګه معرفي کړي.

    په بل ځای کې بيا د «حسن علي عدالت» په نوم د يوه شخص له قوله ویل شوي «د طالبانو کړنې د هزاره ګانو پر وړاندې د کرکې او تبعیض پر بنسټ دي» د دې تعصب خپروونکې رسنۍ دا جمله د جګړې له اصلي ماهیته انحراف کوي او د پاکستاني تجاوز پر ځای د قومي احساساتو موضوع راپورته کوي.

    افغانستان انټرنېشنل بل ځای لیکي «د داعش خراسان ډلې هند ته د مولوي امیرخان متقي سفر ته غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې طالبان د کفارو له جبهې سره یو ځای شوي» انټرنېشنل دلته هماغه پاکستاني تبلیغاتي روایت خپور کړی، چې غواړي افغان حکومت د هند او لویدیځ له ملاتړ او اړيکو لرې او کمزوری وساتي.

    دې رسنۍ په يوه بل خبر کې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف له خولې ویلي «د طالبانو له اړخه د کړکېچ ترڅنګ د هند له لوري د برید امکان هم شته، او پاکستان له دواړو لوريو سره د مقابلې بشپړ چمتووالی لري» افغانستان انټرنېشنل دا څرګندونې پرته له پوښتنې خپرې کړې چې ولې پاکستان د درېیم هېواد د نوم په يادولو پر افغانستان خپل بمبارد او تېری توجیه کوي.

    افغانستان انټرنېشنل په يوه بل راپور کې د یوه پاکستان پلوي نظر خپور کړی چې وايي «طالبان دې پاکستان ته د برید کولو پلمه نه برابروي او د افغانانو د وژنو سبب دې نه کېږي» دې رسنۍ په دې راپور سره بیا هم د قرباني د ملامتولو هڅه کړې ده.

    «افغانستان انټرنېشنل ته سرچينې وايي، چې پاکستان په یوه اوونۍ کې دوه ځله پر کابل بمبار کړی او لسګونه کسان یې وژلي او ټپیان کړي» دا د انټرنېشنل د خبر متن دی؛ په سرلیک کې یې بيا د دواړو لوریو ترمنځ «نښتې» يادې کړي څو د پوځي رژیم ښکاره تېری توجيه کړي.

    په يوه بل ښکاره دروغ خبر کې دا شبکه وايي «د طالبانو مخالفو دوو جبهو په کندز کې دوه چارواکي له منځه وړي» انټرنېشنل د دې ډول راپورونو په خپرولو سره هڅه کړې چې د جګړې په وخت کې د خلکو رواني ثبات له منځه يوسي.

    افغانستان انټرنېشنل په بل خبر کې لیکلي «شهباز شریف طالبان تورن کړي چې د هند په امر یې پر پاکستان بریدونه کړي او دا بریدونه هغه مهال شوي چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په هند کې و» دا جمله د پاکستان د استخباراتي ادارو د تبلیغ مستقیم تکرار دی چې ښايي انټرنېشنل یې د هغوی په امر وايي.

    دغې شبکې همدا راز ليکلي «د طالبانو د انزوا او ناتوانۍ له امله له پاکستان سره څلور ورځنۍ جګړه د ۴۸ ساعته اوربند په اعلان سره پای ته رسېدلې» په دې خبر کې هڅه شوې چې افغانستان کمزوری وښيي حال دا چې تر ټولو ډېر تلفات پاکستان ته واوښتل او د اوربند غوښتنه هم هغوی وکړه.

    افغانستان انټرنېشنل بل ځای پوښتنه راپورته کړې چې «آیا طالبان به د هند نیابتي ځواک وګرځي که نه؟» دا پوښتنه هماغه تبلیغاتي طرحه ده چې پاکستان یې د خپلو بریدونو د توجیه لپاره خپروي.

    انټرنېشنل د يوه بل خبر په عنوان کې ويلي «که څه هم جګړه د موقتي اوربند له لارې درېدلې، خو خلک اندېښمن دي چې ښايي جګړه بېرته پیل شي او د افغانستان ښارونه د پاکستان د بمبارد له خطر سره بیا مخ شي» دلته یې بیا هڅه کړې چې د افغانستان خلک اندېښمن کړي، له جګړې یې وډار کړي او پاکستان پر افغانستان پياوړی وښايي.

    په ټوله کې ويلی شو، چې د افغانستان انټرنېشنل په نوم پروژه‌يي رسنۍ چې له نوم سره یې افغانستان ليکلی، خو د محتوا له مخې د پاکستان د تبلیغاتي ماشین برخه ښکاري.

    دا رسنۍ د دې پر ځای چې د افغانستان د ولس غږ شي، دا د اسلام‌اباد د استخباراتي ادارې غږ ګرځېدلې او ويلی شو چې «افغانستان انټرنېشنل» نه، بلکې «پاکستان انټرنېشنل» ده.

    مخکینۍ مقالهافغان حکومت له پاکستان سره د اوربند د غځېدو رسمي غوښتنه نه ده کړې
    راتلونکي مقاله لومړی تعقیب: د پاکستان پوځي رژیم برید کې د کورني کرېکټ اته لوبغاړي شهیدان شوي

    مربوطه لیکنې

    بدخشان ولې مخالفو نیابتي ډلو ته مهم دی؟

    25 اگست 2026

    پنځه کلن سفر؛ له جبهه‌ سازۍ تر زواله او راروانې راتلونکې

    24 اگست 2026

    د پلار او زوی نیابتي تسلسل؛ د مقاومت ډلې د استخباراتي اړیکو تاریخ

    23 اگست 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    خبر 25 اگست 2026

    جمهوریت پر مهال، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر، سید احمد شاه سادات: د شر او فساد وسله‌والې ډلې د بهرنیو استخباراتي کړیو اجنډا پر مخ وړي

    د جمهوریت پر مهال، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر، سید احمد شاه سادات ویلي،…

    بدخشان ولې مخالفو نیابتي ډلو ته مهم دی؟

    25 اگست 2026

    خپل‌منځي اختلافات او د واک ناندرۍ؛ په کويټه کې د شر او فساد ډلې دوه کسان وژل شوي

    25 اگست 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    جمهوریت پر مهال، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر، سید احمد شاه سادات: د شر او فساد وسله‌والې ډلې د بهرنیو استخباراتي کړیو اجنډا پر مخ وړي

    25 اگست 2026

    بدخشان ولې مخالفو نیابتي ډلو ته مهم دی؟

    25 اگست 2026

    خپل‌منځي اختلافات او د واک ناندرۍ؛ په کويټه کې د شر او فساد ډلې دوه کسان وژل شوي

    25 اگست 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،183 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،130 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،249 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.