د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی چې د دغه وزارت له پرله‌پسې هڅو وروسته له چین هېواد څخه د وارداتي توکو لومړۍ محموله هېواد ته رسېدلې ده.

‏دغه محموله چې ټول ۵۵ کانټینره دي له چین هېواد څخه په سوداګریزو توکو بار او د قزاقستان او ازبکستان هېوادونو له لارې نن غرمه د هېواد په شمال کې د مزار شریف ښار ته رسېدلې ده.

په همدې پار بلخ کې په جوړو شویو مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست او ورسره مل پلاوي، د بلخ ولایت مرستیال، د بلخ ولایت د تجارت او پانګونې خونې رئیس او ځینو نورو چارواکو ګډون درلود.

‏د یادونې وړ ده چې دغه سوداګریزه محموله په ټولیز ډول په ۲۲ ورځو کې افغانستان ته را رسیدلې ده او ټاکل شوې ده چې د بېرته ستنېدو پر مهال د هېواد ځینې صادراتي توکي له ځان سره اړونده هېوادو ته ولېږدوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version