د اسلامي امارت مرستيال وياند حمدالله فطرت په خپله اېکس پاڼه ليکلي، افغانستان د هيڅ هېواد لپاره تهدید نه ده.

نوموړی زیاتوي، اسلامي امارت په کراتو واضح کړې چې اجازه نه ورکوي د افغانستان خاوره د کوم بل هېواد د امنیت په ضد استعمال شي.

ښاغلی فطرت وايي، په دې مورد هر ډول اندېښنې ردوو، موږ یو ځل بیا وایو چې د افغانستان ټوله جغرافیه د اسلامي امارت د ځواکونو تر کنټرول لاندې او امن دی.”

ځواب پریږدئ

Exit mobile version