د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو مدیر، عرفات مهاجر ویلي، چې افغان ځانګړو ځواکونو تورخم ښارګوټي کې، په یوه بار وړونکي موټر کې قاچاق کېدونکي تاریخي اثار نیولي دي.

د ښاغلي مهاجر په خبره، په دغو تاریخي اثارو کې ۶۹۴۹ کیلو ګرامه تاریخي اثار، څه باندې ۱۱ سوه کیلو ګرامه تاریخي سکې او له ۱۲ سوو ګرامو زیات ګران بیه ډبرې شاملې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم تورخم ښارګوټي کې پاکستان ته د ګڼو تاریخي اثارو او قیمتي ډبرو د قاچاق مخه نیول شوې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version