Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»نړۍ»امریکایي سرتېری «بین هافمین»: امريکا څنګه د افغانستان له لوګر ولایت څخه هم خطرناکه شوه؟
    نړۍ

    امریکایي سرتېری «بین هافمین»: امريکا څنګه د افغانستان له لوګر ولایت څخه هم خطرناکه شوه؟

    عمران آغاعمران آغا2 جولای 2025څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp
    د عبدالرحمان وزیري په نوم یو افغان چې د اشغال پر مهال یې د امریکا له ځانګړو ځواکونو سره په افغانستان کې کار کاوه، د اپرېل په ۲۷مه د امریکا د ټکساس ایالت په هیوسټن ښار کې د خپل کور مخې ته ووژل شو او قاتل د پوليسو له څو پوښتنو وروسته په حيرانوونکي ډول خوشې او قضيه تر ننه ګونګه‌ پاتې شوه.

    امريکايي رسنۍ وايي اوس تازه پخوانيو امريکايي سرتېرو او د نوموړي کورنۍ له امريکايي حکومت څخه د عدالت ټينګولو او قاتل نيولو غوښتنه کړې.

    په همدې اساس د امريکا د هوایي ځواکونو اړوند وېبپاڼې«اېر فورس ټایم» ويلي چې د پېښې له دوه میاشتو تېرېدو وروسته لا هم قاتل نه دی نیول شوی او هغه وخت د پوليسو له څو پوښتنو وروسته خوشې شو.

    د وژل شوي عبدالرحمن وزيري پېښې په غبرګون کې یو پخوانی امریکایي سرتېری بین هافمین چې له عبدالرحمان وزیري سره یې په افغانستان کې یو ځای کار کړی و له يوې رسنۍ سره په مرکه کې وايي «عبدالرحمن له افغانستان څخه امريکا ته راغی، ووژل شو او بیا دا ډول چوپتیا؟ دا حیرانوونکې ده، چې امریکا څنګه د افغانستان له لوګر ولایت څخه هم ډېره خطرناکه شوه؟»

    همدا راز شاوخوا شلو پخوانیو سرتېرو د امريکا د هرېس کاونټي څارنوال ته لیک استولی او غوښتنه یې کړې، چې د وزیري د وژنې موضوع باید له پټوالي او ځنډ پرته وڅېړل شي.

    دوی لیکلي «که چېرته عبدالرحمان امریکايي تابعیت درلودای، نو خلکو به دا ډول خاموشي هېڅکله نه وه زغملې.»

    له بل لوري د وزیري کورنۍ وايي «موږ فکر کاوه چې امریکا به زموږ لپاره امن ځای وي له جګړې راووتو، خو دلته هم وژل کېږو.»

    ياده دې وي چې په وروستيو مياشتو امريکا کې د افغانستان د اشغال پر مهال د امريکايي ځواکونو د افغان همکارانو وژنه په بې ساري ډول ډېره شوې ده.

    مخکینۍ مقالهروسيه کې افغان سفير «مولوي ګل حسن» خپله دنده پيل کړه
    راتلونکي مقاله باجوړ کې بمي چاودنې د مرستیال کمېشنر په ګډون ۵ تنه وژلي

    مربوطه لیکنې

    واشنګټن کې د امریکا اېف‌-۱۸ پرمختللې جنګي الوتکه لوېدلې

    14 جون 2026

    د روسیې ولسمشر، ولادیمیر پوتین: روسیه د ټولې ناټو پر وړاندې په یواځې ځان مبارزه کوي

    14 جون 2026

    د اوکراین دولتي پورونه له ۹۸ میلیارده ډالرو څخه ۲۰۹ میلیارده ډالرو ته لوړ شوي

    13 جون 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 14 جون 2026

    د ایران د پارلمان مشر، محمد باقر قالیباف: امریکا پر خپلو ژمنو د عمل توان نه‌لري

    د ایران د پارلمان مشر، محمد باقر قالیباف د لبنان پر پلازمېنې بیروت د صهیونیستي…

    حوثیانو د باب‌المندب تنګي د تړلو ګواښ کړی

    14 جون 2026

    ‏د کانونو او پټرولیم وزارت د مس عینک پروژې د عملي چارو پر پیل ټینګار کړی

    14 جون 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د ایران د پارلمان مشر، محمد باقر قالیباف: امریکا پر خپلو ژمنو د عمل توان نه‌لري

    14 جون 2026

    حوثیانو د باب‌المندب تنګي د تړلو ګواښ کړی

    14 جون 2026

    ‏د کانونو او پټرولیم وزارت د مس عینک پروژې د عملي چارو پر پیل ټینګار کړی

    14 جون 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،165 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،106 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،210 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.