د ايراني ايسنا خبري اژانس د راپور له مخې د ایران حکومت د صهيونيستي اسرائيلو استخباراتي ادارې موساد ته په جاسوسۍ څلورو ايرانیانو ته داعدام سزا واوروله.

د راپور له مخې د يادو کسانو له ډلې درې تنو اسرائيلو ته د جاسوسۍ سربېره د مشهور ايراني اتومي ساينسدان محسن فخري زاده په قتل کې هم لاس لاره، او ویل کېږي د هغه د قتل لپاره یې د وسائلو په چمتو کولو کې مرسته کړې وه.

محسن فخري زاده د ايران د دفاع وزير معاون او د ايران يو له مهمو او سترو اتومي ساينس پوهانو شمېرل کېده چې د ۱۳۹۹ هـ کال د عقرب مياشتې په شپږمه د تهران په ابسرد سيمه کې ووژل شو.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version