له بلوچستان څخه د هندوکش‌غږ ځایي سرچینې وایي، پاکستاني طالبانو د دغه ایالت په ژوب ولسوالۍ کې د پاکستان د سرحدي ځواکونو (اېف‌سي) پر کاروان د سرک‌غاړې ماین ته چاودنه ورکړې.

د سرچینې د معلوماتو له‌مخې، په دغه چادنه کې یو عراده پوځي موټر ویجاړ او لسو تنو پاکستاني عسکرو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

بلخوا له خیبر پښتونخوا هندوکش‌غږ ته رسېدلي معلومات ښيي، چې د ټانک ولسوالۍ په پای سیمه کې د پاکستاني طالبانو په هدفي برید کې یو «اېف‌سي» عسکر وژل شوی او د دغه راز د دېره اسماعیل خان پروا تحصیل سیمه کې بیا یو بل عسکر ژوندی نیول شوی.

د یادونې وړ ده، چې پاکستاني طالبانو تېره شپه جنوبي وزیرستان کې هم د پوځ پر یوه مهم مرکز برید کې شاوخوا لس پاکستاني پوځیان وژلي او ټپیان کړي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version